لويديځ: سوري مخالفين د جينيوا خبرو ته هڅوي

Image caption عرب او لویدیځ مشران تمه لري چې مخالفین یووالي ته وهڅوي چې خبرې بریالۍ شي

لویدیځ او عرب مشران به د نن ورځې په وروستیو کې د سوریې حکومت له مخالفینو سره په لندن کې وګوري.

دوی به سوري مخالفين وهڅوي چې راتلونکې میاشت په جينوا کې د سولې په پلان شويو خبرو کې ګډون وکړي.

د سوریې د ملي ټلوالې په ګډون کليدي مخالفینو ویلي، دوی نه غواړي چې د بشار الاسد حکومت له استازو سره خبرې وکړي.

عرب او لویدیځ مشران تمه لري چې مخالفین یووالي ته وهڅوي چې خبرې بریالیتوب ته ورسیږي.

ولسمشر بشار الاسد په یوې ټلویزیوني مرکې کې د مخالفینو د مشروعیت په تړاو پوښټنه وکړه.

هغه د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو او عربي ټولنې له استازي لخضر براهیمي وغوښتل چې د چا پلوي ونه کړي.

ښاغلي اسد وويل: "موږ له لخضر براهیمي غواړ چې خپلې دندې ته ژمن واوسي. هغه ته د منځکړي دنده سپارل شوې او منځګړی باید بې طرفه وي".

د سوريې ولسمشر وايي د لخضر براهيمې لومړۍ او دویمه کتنه د خبرو لپاره وه، خو په وينا يې په دریمه لیدنه کې یې هڅه وکړه ما وهڅوي د ۲۰۱۴ کال ټاکنې ترسره نه کړم.

زما ځواب روښانه وو، او هغه دا و چې دا د سوریې موضوع ده او له هغه چا سره به پرې خبرې ونه شي.

جګړه وردوﺉ

دغه پر مختياوې پر داسې مهال کېږي، چې ملګرو ملتونو د سوریې د پلازمېنې دمشق په شاوخوا کې د معضميې په سيمه کې په سملاسي ډول د جګړه ييز حالت د درېدو غوښتنه کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د انساني ښېګڼې ادارې مشر ويلري ايموس وايي، له تېرې يکشنبې راهيسې ۳۰زره کسان له دغې سيمې خوندي ځايونو ته استول شوي دي.

ښاغلی ايموس وايي همدومره نور کسان اوس هم د ډزو او جګړو له وېرې دغلته ايسار پاتې دي.

دی زياتوي چې د هېواد په نورو سيمو کې هم خلک له دا ډول حالت سره مخامخ دي.

د سوريې پوځ تر دې وړاندې ويلي، چې د ياغيانو تر ولکې لاندې سيمو کې خلک يا بايد تسليم شي او يا به د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخېږي.

ورته مطالب