امريکا پاکستان کې د ډرون بريدونو دفاع کړې

Image caption د بښنې سازمان ويلي په پاکستان کې ډرون بريدونو ۴۰۰ کسه وژلي دي

امريکا په پاکستان او يمن کې د بې پيلوټه الوتکو بريدونو دفاع کړې، ويلي يې دي چې د نړيوالو اصولو سره سم يې په دې برخه کې له "ډېر احتياط" نه کار اخيستی دی.

د سپينې ماڼۍ په خبره، ډرون بريدونو کې مشکوک اورپکي په نښه کېږي او "د دې ډول عملياتو په پايله کې د ډيرو لږو کسانو ژوند ضايع کېږي".

سپينه ماڼۍ دغه څرګندونې د بښنې د نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار سازمان له ګډ راپوره وروسته کوي.

د دغو سازمانونو په راپور کې په پاکستان او يمن کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو بريدونه غندل شوي، او ويل شوي چې په دې کې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.

په دغه راپور کې ويل شوي، چې په تېرو څو کلونو کې ۴۰۰ ملکيان په پاکستان کې وژل شوي دي.

د سپينې ماڼۍ وياند جي کارني وويل، په ډېر احتياط دا وړ راپورونه ارزوي او که امريکا د نړیوالو قوانينو سرغړونه کړې وي، موږ ورسره مخالف يو او په اړه يې اقدام کوو.

ده وويل: "د امريکا حکومت بیا بيا ټينګار کړی، چې موږ له ډېر احتياط نه کار اخلو، دا بريدونه يوازې د ترهګرو پر وړاندې کېږي او ټول نړیوال اصول په پام کې نيول کېږي".

جي کارني دا هم وويل، امريکا د اورپکو پر وړاندې عملياتو لپاره د پوځونو د استولو پر ځای نورې وسلې کاروي او واشنګټن داسې ګام پورته کوي، چې خلکو ته تر ټولو لږ زيان ورسېږي.

ښکاره توپير

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د انساني حقونو د سازمانونو د راپور په غبرګون کې ويلي، چې په دغو راپورونو کې د وژل شويو ولسي خلکو شمېر له هغو شمېرو سره "ښکاره توپير" لري چې د امريکا له لوري خپرې شوې دي.

د بښنې سازمان په راپور کې ويل شوي، له ترلاسه شويو راپورونو دا جوتېږي، چې په پاکستان کې په غير قانوني ډول ملکيان وژل کېږي، چې ځينې يې جنګي جرمونه هم بلل کېدای شي.

د سې شنبې پر ورځ د پاکستان لومړي وزير نواز شريف له امريکا په ټينګه وغوښتل، چې په پاکستان کې د بې پيلوټه/ ډرون بريدونه بند کړي.

نواز شريف ويلي چې ډرون بريدونه د پاکستان له ځمکنۍ بشپړتيا سرغړونه ده.

د امريکا حکومت د پاکستان په قبايلي سيمې وزيرستان کې د طالبانو او القاعده پر وړاندې دغه بريدونه، کارنده بولي.

د ډرون بريدونو د پروګرام په اړه ډېر لږ جزييات خپاره شوي، چې کارېدونکې الوتکې د نړۍ په بېلو لويو وچو کې د ناستو کسانو له لوري، کنټرولېږي.

د دغو بريدونو په پايله کې د تند لارو د لوړې کچې يو شمېر کسان هم وژل شوي، خو ډېر ځله ولسي وګړي هم په کې وژل کېږي، چې دې پاکستان په غوصه کړی.

ورته مطالب