الليبي د نيويارک محکمه کې د تورونو ځواب وايي

Image caption پر ښاغلي الليبي له القاعدې شبکې سر د اړيکو لرلو تور دی

د لېبيا اورپکو يو مشکوک مشر ابو انس الليبي چې د دې مياشتې په لومړيو کې د امريکا له لوري په پلازمېنه طرابلس کې د چاپې پر مهال ونيول شو، د دويم ځل لپاره د نيويارک په فدرالي محکمه کې راڅرګند شوی دی.

يوې سرچينې چې په دغه قضيه کې ښکېله ده بي بي سي ته وويل، ابو انس الليبي د هغه مدافع وکیل له لوري محکمې ته وړاندې کړي، چې د لېبيا د حکومت له لوري پيسې ورکول کېږي.

پر ښاغلي الليبي له القاعدې شبکې سر د اړيکو او په ۱۹۹۹ کال کې د امريکا پر سفارتونو په بمونو کې د لاس لرلو، تور دی.

خو د هغه مدافع وکیل وايي چې نوموړی په ترهګريزو کړنو کې نه دی ښکېل.

په دغه قضيه کې يوې ښکېلې سرچينې د بي بي سي ندا توفيق ته په محکمه کې ويلي، چې د لېبيا حکومت پرېکړه کړې د ده لپاره مدافع وکیل ونیسي.

د هغه مدافع وکیل برنارد کليمن، له دې ډډه کړې چې ووايي د چا له لوري پيسې ورکول کېږي.

ښاغلي کلېمن محکمې ته وویل دا ښايي څو مياشتې وخت ونيسي، چې له قضيې وړاندې سلګونه زره اسناد و ارزول شي او سره بیل شي.

ده دغه راز د ښاغلي الليبي د قرآنکريم د هغې نسخې د بېرته ورسپارلو غوښتنه هم کړې، چې د الليبي د نيولو پر مهال ترې اخيستل شوې وه.

ښاغلي کليمن ويلي ده په لومړي ځل د سې شنبې په ورځ له ابو انس الليبي سره وکتل.

د ښاغلي الليبي راتلونکې محاکمه د ډسمبر پر ۱۲مه نېټه کېږي.

په لېبيا کې د امريکايي کمانډو له لوري د اکتوبر پر پنځمې چاپې وهلو لېبيايان په غوصه کړي او دا يې پر خپل حريم تېری بللی.

لومړي وزير علي زيدان ټينګار کړی، چې لېبيايي اتباع بايد په لېبيا کې محاکمه شي، خو ويلي يې دي چې دغه موضوع به د طرابلس او واشنګټن ترمنځ اړيکې اغېزمنې نه کړي.

امريکايي چارواکي وايي له ښاغلي الليبي نه لومړی د امريکا د سمندري ځواکونو په يوه بېړۍ کې پوښتنې ګروېږنې کېدلۍ، چې وروسته د څښاک او نه خوړلو له امله يې وضعيت خراب شو او له همدې امريکا ته واستول شو.

ورته مطالب