ناټو وزيران وايي افغانستان کې بريالي وو

ناټو غونډه
Image caption د ناټو د دفاع وزيران په برسلز کې سره غونډ شوي دي

برتانيا او جرمني د دفاع وزيران وايي په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ جگړه د افغانانو په گټه تمامه شوې ده.

دغو وزيرانو تر هغه وروسته دا څرگندونې په برسلز کې کولې چې څه موده وړاندې افغان ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د ناټو پر کار نيوکه کړې وه او ويلي يې و چې گواکې امنيت يې نه دى راوستى او د ترهگرۍ په وړاندې جگړه کې يې دريځ روښانه نه دى.

د برتانيا د دفاع وزير فيليپ هاموند وويل:

" د ٢٠٠١ کال په پرتله چې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد جنگ پيل شو افغانان اوس ډير هوسا دي. هغه مهال افغانان د يوۀ موډرنه حکومت له بنسټيزو برخو محرومه ول خو موږ دغه حالت بدل کړ."

د برتانيا د دفاع وزير ومنله چې د افغانستان د امنيت وضعيت به هيڅکله د سويس غوندې ښه نه شي خو ويې ويل چې له دې وروسته به په افغانستان کې داسې حکومت واکمن وي چې د خپلو ځواکونو او امنيت څښتن به وي.

د جرمني د دفاع وزير تامس ديميزيري هم ورته نظر ښوولى او د ولسمشر کرزي پر څرگندونو يې حيرانتيا ښوولې ده،

" په تېرو وختونو کې ولسمشر کرزي په افغانستان کې د ناټو پر ماموريت تل مثبت نظر لرلى دى. خو دغو وروستيو څرگندونو يې حيرانه کړم او له هغه څه توپير لري چې موږ يې هره ورځ له افغانانو اورو."

د روانې ميلادي مياشتې په پيل کې ولسمشر کرزي په افغانستان کې د هغه په وينا د ثبات د نه راوستو په دليل پر ناټو نيوکه کړې وه.

د ناټو د دفاع وزيران په برسلز کې سره ټول شوي او له افغانستان څخه د راتلونکي کال په پاى کې د خپلو ځواکونو پر ايستلو خبرې کوي.

ورته مطالب