د ټیلیفون ثبت قضیه: جرمني د امریکا سفیر احضاروي

Image caption امریکا نه د جرمني چانسلرې مخابراتي اړیکي څاري او نه به داسې وکړي. جې کارني

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې د امریکا سفیر د هغو ادعاوو د سپيناوي په ا ړه احضاروي چې وايي د جرمني د چانسلرې انګلا مېرکل ټیلیفوني مکالمې د امریکايي استخباراتي ادارو له خوا څارل شوي دي.

د امریکا سفیر جان امرسن به نن ( اکتوبر ۲۴ ) ناوخته د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر ګودې ویسترویله سره وګوري.

د نوموړي احضار ته د یو غیر معمولي ګام په سترګه کتل کېږي.

د چارشنبې په ورځ د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا مرکل د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره د دغو ادعاوو په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې او هغه ته یې وویل چې دا چاره به د دواړو هېوادونو ترمنځ اعتماد له منځه یوسي.

امریکا بیا وايي چې د مېرمن مرکل ټیلیفون یې نه دی څارلی، خو په تېر کې یې د ټیلیفوني مکالمو له څارلو انکار نه دی کړی.

د کورني بازار او خدماتو اروپايي کمشنر مایکل برینر اروپايي هېوادونه هڅولي چې له امریکايي څارنې مستقل نوي ډیجیټلي الات باید جوړ کړي.

کېدای شي د جاسوسۍ دغه ادعاګانې نن ناوخته د ډیجیټل په برخه کې د اروپايي اقتصاد د ملاتړ په اړه د اروپايي ټولنې د مشرانو په سرمشریزه کې چې په بروکسل کې جوړیږي وڅېړل شي.

د هغو رپوټونو له خپرېدو وروسته، چې ګواکې احتمال شته، امریکا متحدو ایالتونو یې ټیلیفوني اړیکي ثبت کړې وي، جرمن چانسلرې انګلا مېرکل له ولسمشر باراک اوباما سره ټیلیفوني خبرې کړې.

د جرمن چانسلرې یوه ویندوی وویل، انګلا مرکل ته دغه ډول طرزالعمل په هېڅ صورت د منلو نه دی.

مېرکل له امریکايي چارواکو سره خبرو کې توضیحات غوښتي، چې هېواد کې یې د امریکايي څارګرو ادارو فعالیت کچه تر کومه حده وه.

بل لور ته د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني ویلي" امریکا نه خو د جرمن چانسلرې مخابراتي اړیکي څاري او نه به داسې وکړي."

د جې کارني په خبره امریکا، د پټ څار په باب د جرمني، فرانسې او نورو اتحادي هېواونو د اندېښنو جاج اخلي.

له دې نه یوه ورځ مخکې د امریکايي استخباراتو مشر جیمز کلیپر هغه رپوټونه رد کړل، چې ګواکې امریکايي جاسوسانو د ۳۰ ورځو په مودې کې د فرانسویانو ۷۰ میلیونه ټیلیفوني اړیکي ثبت کړي وو.

هغه په دې اړه د فرانسوۍ ورځپاڼي "لوموند" رپوټ رد کړ او په وینا یې "دغه رپوټ کې بې لارې کوونکي معلومات وړاندې شوي دي."

جرمني حکومتي چارواکو نه دي ویلي، چې د چانسلرې مېرکل د ټیلیفوني اړیکو ثبتولو رپوټونه یې څنګه او له کومه ځایه تر لاسه کړي دي.

جرمن مجلې "ډیر ښپیګل"، چې د اېډورډ سنوډن له لوري یې د افشا شویو معلوماتو پر بنسټ رپوټونه خپاره کړي، ویلي، چې د خپلو تحقیقاتو پر بنسټ یې دغه معلومات راټول کړي دي.

جرمن حکومت له امریکا غوښتي، چې د دوی په وینا د باور دغې زیانمنونکي مسالې په اړه ژر تر ژره او هر اړخیز توضیحات وړاندې کړي.

په یوه اعلامیه کې جرمن حکومت ویلي، د جرمني فدرالي حکومت او امریکا متحده ایالاتو تر منځ چې دوستي یې لسیزې اوږده ده، باید د مشرانو دغه ډول څار و نه شي.

اعلامیه کې دغه راز راغلي، " چانسلرې مېرکل له امریکايي ولسمشره غوښتي، چې دغه ډول اقدامات باید سملاسي ودرول شي."