د قطر شهزادګۍ د هنري نړۍ تر ټولو بانفوذه شخصیت

Image caption شیخه المایسه د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني خور ده.

د قطر یوې شهزادګۍ ته جایزه ورکړله شوې او د عصري هنر تر ټولو ډېر نفوذ درلودونکي شخصیت بلله شوې ده.

شیخه المایسه بنت حمد بن خلیفه الثاني د قطر موزیم موسسې مشره ده او د " ارټ ریویو "مجلې په وینا د هغې په مشرتابه دغې موسسې له ټولې نړۍ نه د هنري شاهکارونو په لیلامي کې رغنده برخه اخیستې.

تېر کال دغه نوملړ کې د شیخې المایسې نوم په ۱۱ مقام کې راغلی و او دوه کاله مخکې لومړی ځل دغه سروې کې د هغې نوم شامل کړل شو.

شیخه المایسه د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني خور ده.

شیخ تمیم د سږ کال په جون میاشت کې د خپل پلار پر ځای د خپل هېواد د امیر مقام تر لاسه کړ.

د بي بي سي خبریال په رپوټ کې ویل شوي، چې که څه هم شیخه المایسه په عامو خلکو کې ډېره مشهوره نه ده، خو عصري هنري نړۍ کې د هغې لپاره تر ټولو زیات نفوذ درلودونکي شخصیت مقام تر لاسه کول دا جوتوي، چې قطر په څومره ګړندیتوب سره نړۍ کې مهم ځای تر لاسه کوي.

د خبریال ونسټن ډوډ په وینا د دې بنسټیز لامل دې برخه کې د قطر له لوري لګول شوې پانګه ده.

د یوه اټکل له مخې د قطر موزیم موسسه له ټولې نړۍ څخه هر کال د هنري شاهکارونو په رانیولو نژدې یو میلیارد ډالر لګښت کوي او د دې لګښت ډېره برخه د نوي عصر او اسلامي هنري شاهکارونو په رانیولو لګول کېږي.

قطر کې د عصري هنرونو موزیم دوحه کې د " مطاف عرب موزیم اف ماډرن ارټ موزیم " په نوم کار کوي او قطري چارواکي هڅه کوي، هېواد یې د هنرونو برخه کې هغه مقام تر لاسه کړي، چې نن سبا د لندن او نیویارک په برخه دی.

ورته مطالب