ملاله یوسفزۍ: د راتلونکي نسل لوستي کولو سره له ترهګرۍ سره مبارزه

Image caption د ملالې غږ یوازې د پاکستان یوڅو برخو ته رسېده، خو اوس ټولې نړۍ ته ورسېد. غواړم خپل هېواد او د هېواد راتلونکی بدل کړم. غواړم د ماشومانو زده کړه اجباري شي.

پر ملالې یوسفزۍ د پاکستاني طالبانو له خوا تر مرګوني برید یو کال تېرېږي. په تېر یوه کال کې هغه برتانیا کې تر درملنې لاندې وه او ویې کړای شو، چې بېرته ښوونځي ته ستنه شي.

هغې د امریکايي ولسمشر له مېرمنې میشل حسین سره په خبرو کې داسې ویلي، چې د بي بي سي خبریال یې په اړه لیکي:

په یوه اندازه شرمېږم او اندېښنه لرم چې له نویو شرایطو سره څرنګه ځان عیار کړم. دلته د ښوونځي چاپېریال پاکستان کې د ښوونځي له چاپېریال سره توپیر لري. دلته موسیقي او هنر ورښيي. دا زما لپاره یو نوی څیز دی.

تر دې پرته، زده کوونکي خپلو خبرو کولو ته موقع لري. زده کوونکي نه وهل کیږي او څوک یې په لرګیو نه وهي. دا ټول زما لپاره نوي څیزونه دي.

* نو ویلی شو، چې برتانیا کې ژوند کول درته ستونزمن وو؟ یعنې له کلتوري شاتګ سره مخامخ یاست؟

هو، له دې ټولنې او نوي کلتور سره زما عیارېدل ستونزمن وو. په تېره بیا زما د مور لپاره، ځکه چې هغې هېڅکله داسې نه وو لیدلي چې ښځې دې دومره ازادي ولري او په اسانۍ سره له خپل میړه یا ورور سره بهر ته ووځي.

پاکستان کې بالاخره له هرې ښځې سره باید یو سړی بهر ته ووځي، او هېڅکله بهر ته له سړي پرته نه شي وتلی.

یا مثلاً، کله چې خواړه خوري او کوم اضافه شی راشي، مور مې راته وايي ایا کېدای شي دا لیرې کړو. ځکه چې زموږ هېواد کې ډېر داسې کسان شته چې لاهم وږي دي.

* اوس چې برتانیا کې کوم ژوند لرئ، ایا لویديځ ژوند به غوره کړئ؟

نه، زه غربي شوې نه یم. زه پښتو کلتور، او خپل کلتور ته ډېر احترام لرم. خپل کالي اغوندم. زما په نظر لویدیځه ټولنه نور کلتورونه مني چې دا یو ښه کار دی.

* ایا تاسې اوس خپل ځان ته د زده کړې د یوې فعالې په سترګه ګورئ؟

هو، زه د زده کړې لپاره فعالیت کوم او د ښځو او ماشومانو د حقونو فعاله یم.

* خو ته ځوانه نجلۍ یې چې باید خپله زده کړه سر ته ورسوې. له دا ډول کارونو سره توازن څرنګه ساتلی شې؟

هو، دا زما لپاره مهمه ده چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړم ځکه چې زده کړه قوت دی. په هر حال زه باید د ښوونځي په هر راز پروګرامونو کې برخه واخلم، خپله دنده پروخت سرته ورسوم او له زده کړې غایبه نه شم.

* اوس ایا تاسې خپل ځان یوه عادي ځوانه بولئ؟ یا له یوې عادي ځوانې سره توپیر لرئ؟

(په خندا سره) زه یوه معمولي ځوانه یم.

*معمولي ځوانان د ملګرو ملتونو په اسمبلۍ کې خبرې نه کوي.

که چېرې هغوی ته موقع ورکړل شي، کولای یې شي. ضمناً برتانوي نوي ځوانان د خپلو زده کړو په اړه نه غږیږي، ځکه چې هره ورځ ښوونځي ته ځي او دا یو ناشنا څیز نه دی، بلکې د ژوند یوه برخه یې ده.

*ایا پاکستان کې د زده کړو ډول یا له زدکړو سره چلند د برتانیا له زده کړو سره توپیر لري؟

هو، که چېرې پاکستان کې نجونو ته دا موقع ورکړل شي چې ښوونځي ته ولاړې شي دا ښه کار دی او هغوی ته یو لوی فرصت دی. خو دلته برتانیا کې دا وضعیت د پاکستان د سوات درې په څېر نه دی. له موږ د زده کړې حق اخیستل شوی موږ له ترهګرۍ سره مخامخ یو.

موږ پوهیږو چې ترهګر د زده کړو له قدرته وېره لري. له دې کبله ښوونځي ته زموږ د تګ مخه نیسي موږ له داسې څیزونو سره مخامخ شوي یو. خو نه غواړم برتانوي ماشومان هم له دا ډول څیزونو سره مخامخ شي او بیا د زده کړې اهمیت ورته معلوم شي.

غواړم دوی ته ووایم چې ښوونځي ته تلل ډېر ارزښت لري.

*ایا فکر کوې چې بېرته به پاکستان ته ستنه شې؟

فکر کوم هر وخت چې وغواړم، کولی شم.

*زه تازه پاکستان ته تللی وم او هلته د هېچا دا مشوره نه وه چې ته دې بېرته هلته ستنه شې، ځکه چې هلته لاهم تا ته ګواښونه شته.

هو، ګواښونه شته. خو که چېرې زه نوره پاکستان ته ستنه نه شم او فکر وکړم چې نور باید دا ستونزې حل کړي، هېڅوک به د دې کار جبران ونه شي کړای.

زموږ په ټولنه کې یو بد څیز دا هم دی چې ټول نورو ته په انتظار وي. که ووایو برېښنا نه شته، ګاز نه شته، ښوونځي الوځول کیږي او هېڅوک کار نه کوي... نو ولې زه خپله نه ځم او کار نه کوم؟

زه باوري یم چې دا کار کولی شم. الله له ما سره دی. هغه مې ساتلی شي او ژغوارلی شي.

*خو پاکستان کې پرتا نیوکې هم شوې. ځینې وايي هغه پیغام چې ته یې خپرول غواړې، تر ډېره غربي دی او لوېديځ ګټه ترې اخلي. ان ځینې بیا وايي چې پر تا هېڅ برید نه دی شوی؟

شاید دا ډول پوښتنې مطرح شوې وي، ځکه چې ځینې کسان، یوازې ځینې کسان دا فکر کوي چې ګني زما خبرې سمې نه دي. خو هغوی یوه ډېره کوچنۍ ډله ده. ځینې خلک نه شي کولی پرهېچا باور وکړي.

ډېرو سیاستوالو ژمنې کړې چې اصلاً یې عمل ورباندې نه دی کړی.

*دا ډول نیوکو ته ستاسو احساس څه دی؟

دوی د نیوکو کولو حق لري. خو زه حق لرم ځپل فکر ښکاره کړم او ووایم چې غواړم پاکستان کې د زده کړو لپاره کار وکړم. دا زما یوازېنۍ هیله ده.

"نه پوهېږم چې نړۍ ولې پر دوو ډلو: غرب او شرق وېشل شوې ده. نه پوهېږم چې د غرب او شرق ترمنځ څه توپیر دی. هو، په غرب کې ښځې لنډې لمنې اغوندي خو دا په دې معنا نه ده چې بېلابېلې ایډیالوژۍ لري "

*ایا تاسو له طالبانو سره پر خبرو باور لرئ؟ دلته یا کوم بل هېواد کې؟

هو، فکر کوم د ستونزو د هواري یوازېنۍ لار له سوله ییزې لاې خبرې دي. خو زما لپاره له ترهګرۍ سره تر ټولو ښه طریقه او مبارزه د راتلونکي نسل زده کړه او سواد دی.

*د پاکستان حکومت له هغې ډلې سره خبرو ته چمتووالی نیسي، چې پر تا یې برید کړی، تاسې له دوی سره ستونزه لرئ؟

نه غواړم د ترهګرۍ اړوندو مسایلو کې ځان دخیل کړم، ځکه چې دا د حکومت کار دی چې دا ډول مسایلو کې ځان ښکېل کړي.

*که چېرې تېر ته وګورې، طالبانو چې له تا سره څه وکړل، ایا ستا د چوپ کولو لپاره یې وکړ. خو په عمل کې څه وشول؟ ستا ژوند کوم بدلون وموند؟

زه فکر کوم دوی به په دې پښیمانه شوي وي چې پر ما یې برید وکړ، خو زه د پاکستان او نړۍ له خلکو ډېره مننه کوم. له هماغې ورځې چې پرما برید وشو، خلکو زما په پلوي نارې وکړې له خپلو حقونو او د زده کړې له حقونو یې د دفاع په خاطر خپل غږونه پورته کړل او ترهګري یې وغندله.

هو، د ملالې غږ یوازې د پاکستان یوڅو برخو ته رسېده، خو اوس ټولې نړۍ ته ورسېد. غواړم خپل هېواد او د هېواد راتلونکی بدل کړم. غواړم د ماشومانو زده کړه اجباري شي.

غواړم هرځای سوله راشي، د نړۍ په هر ګوټ کې، د پاکستان هره برخه کې، او د سوات دره کې سوله راشي.

ورته مطالب