"د ښځو له پرمختګ سره جنسیتي واټن کم شوی"

Image caption سعديې زاهدي وايي سره له دې چې د افريقا د نيمه صحرايي سيمې هېوادونو د ښځو په ژوندانه کې پانگونې نه دي کړي.

د ښځو او نارينه وو ترمنځ د بېلتون واټن، د نړۍ د اقتصادي جرگې د ارزونې له مخې، په تېر کال کې يو څه کم شويدى. آيسلند، فنلنډ او ناروې د ١٣٦ هېوادو د هغه لست په سر کې راغلل چې د سياسي گډون، اقتصادي ښېگڼو او زده کړو او روغتيا په څېر حقونو له مخې چمتو شوي دى.

منځنى ختيځ او د افريقا شمالي برخه يواځينۍ سيمې وې چې په تېر کال کې يې له دې پلوه حالت ښه والى ندى کړى او يمن يې د کتار په پاى کې راځي. فليپين او نيکاراگوا د سر سر په لسو هېوادونو کې راغلي دي. د نړۍ اقتصادي جرگه له تېرو اتو کلو راهيسې هرکال دا ډول رپوټونه خپروي.

د هغې سږنى رپوټ پر داسې يوه مهال خپرېږي چې بي بي سي د ښځو پر حالت او جنسيتي مسايلو د خپلو ځانگړو خپرونو يوه بشپړه مياشت پايته رسوي او په دې تړاو په لندن کې د بي بي سي په مرکزي ودانۍ- بروډکاسټنگ هوز کې لويه غونډه جوړه شوې ده. دغې غونډې ته د نړۍ د سلو وتلو مېرمنو په ډله کې له افغانستان نه د مدني حقونو فعاله اورځلا اشرف او د ولسي جرگې غړې فوزيه کوفي هم رابلل شوې دي.

دوى به له لسگونو نورو مېرمنو سره د بي بي سي له خوا د "سلو مېرمنو" په نامه د ځانگړې چمتو شوي فصل پر وروستۍ ورځ بحثونه او پر موضوعاتو د نظر راکړه ورکړه کوي.

د نړۍ د اقتصادي جرگې په دې لست کې آيسلنډ د پنځم کال لپاره د يوه داسې هېواد په توگه سر ته وځي چې نارينه او ښځې پکې تر هر بل ځاى ډېر يو برابر دي. د رپوټ يوې جوړوونکې سعديې زاهدي بي بي سي ته وويل له هغه مهاله چې د نړۍ اقتصادي جرگې پر ٢٠٠٦ کال ددې انډوليز لست چمتو کول پيل کړي، په سلو کې اتيا هېوادونو د حقونو د برابرۍ په برخه کې پرمختگ کړېدى.

خو د هغې په وينا "هغه څه چې اندېښمنوونکي دي دادي چې په سلو کې شلو يا هېڅ پرمختگ نه دى کړى او يا شاته پاتې دي."

هغې په ځانگړي ډول د عربي متحدو اماراتو او سعودي عرب يادونه وکړه چې که څه هم د ښځو په زده کړو او روغتيا کې يې پانگونه کړې، خو هغوى يې په اقتصادي ډگر کې ندي راښکېل کړې.

د يمن ټايمز انگرېزي ژبې ورځپاڼې مديرې- ناديې سکاف په لندن کې د "سلو مېرمنو" په کنفرانس کې بي بي سي ته وويل نور يې د هغو کلونو شمېرل بس کړي چې هېواد يې پکې د ښځو او نارينه وو د برابرۍ په لست کې تر ټولو وروسته پاتې شوى دى. هغې وويل: "دا زموږ د ورځني ژوندانه خبره ده.

پر ٢٠٠٦ کال موږ درې مېرمنې ولسمشرۍ ته درولې وې. ډېرو نورو د جگې کچې څوکۍ درلودې." خو هغې زياته کړه چې لا هم په يمن کې د زېږون پر مهال د مېرمنو دمړينې کچه خورا لوړه ده او د ٦ او ١٤ کلونو ترمنځ نجونو له ډلې څخه په سلو کې ٣٥ يې ښوونځيو ته نه ځي."

د نړۍ د اقتصادي جرگې غړې سعديې زاهدي وويل: سره له دې چې د افريقا د نيمه صحرايي سيمې هېوادونو د ښځو په ژوندانه کې پانگونې نه دي کړي، خو پر عکس يې ښځو پخپله د اقتصاد له غوړېدو سره لويه مرسته کړې ده. د هغې په وينا آيسلند او گاونډيو هېوادونو يې د حقونو د برابرۍ په برخه کې خپل اوچت دريځ همداسې وساته، ځکه چې د ولسي ودې په برخه کې د پانگونې اوږد تاريخ لري.

آغلې زاهدي وويل: دغه هېوادونه کوچني اقتصادونه لري، د وگړو شمېر يې هم دومره ندى. هغوى مني چې استعدادونه خپل ارزښت لري او دا استعدادونه هم په نارينه وو او هم په ښځو کې موندل کېدلى شي.

په آسيايي هېوداونو کې له دې پلوه تر ټولو بر فليپين بلل شوى چې د نړۍ په کچه تر شمالي اروپا وروسته پنځم ځاى لري. په دغه هېواد کې د روغتيا، ښوونې او روزنې او اقتصادي مشارکت په برخه کې پرمختگ د ستاينې وړ بلل شوى دى. د فليپين خلاف، د آسيا لوى اقتصادي ځواکونه په دې برخه کې ډېر شاته پاتې دي، داسې چې چين ٦٩ او جاپان ١٠٥ ځاى نيولى دى.

د نړۍ په سترو اقتصادي ځواکونو کې جرمني ١٤ ځاى نيولى (چې يوه درجه ټيټوالى ښيي)، برتانيا پر خپل مخکني اتلسم ځاى پاته ده او کاناډا شلم او د امريکا متحد ايالتونه درويشتم ځاى لري.

تر کومه چې د ښوونې او روزنې خبره ده نو نړيوال واټن پکې په سلو کې ٩٣ لږ شوى، داسې چې ٢٥ هېوادونه اوس هلکانو او نجونو ته په ښوونځيو کې يو برابر امکانات چمتو کوي. خو کله چې د اقتصادي گډون يا مشارکت خبره شي نو مساله بيخي بدلېږي. دلته د نارينه وو او ښځو تر منځ بېلتون په سلو کې شپيته راکم شوى دى.

د اقتصادي برخې په مشرتابه کې، ښځې هم په پرمختللو او هم پرمختايي هېوادونو کې د پخوا په څېر محدوده ونډه لري. په سياسي ډگر کې که څه هم د ښځو گډون مخ په ډېرېدو و او يوازې سږکال په سلو کې دوه پرمختگ شوى، خو له نارينه وو څخه په نړيواله کچه د هغوى واټن په سلو کې يوازې ٢١ لږ شوى دى.

آغلې زاهدي وويل د دې رپوټ هدف دا نه دى چې بېوزلو هېوادونو ته ور وښودل شي چې گواکې د شتمنو پر تله يې امکانات محدود دي، بلکې دا دى چې هغوى ته د حالت د ښه والي وسايل چمتو کړى شي.

هغې وويل: "مېرمنې د هر اقتصاد او هر شرکت د پانگې نيمايي چمتو کوي او که دوى ته د گډون امکان ورنکړ شي نو دا به هم د ښځو او هم نارينه لپاره يوه بايلنه وي."

ورته مطالب