خواړه له معدې کولمو ته شول وزن کم شو

پاول مېسن
Image caption پاول مېست ٢٧٢ کېلوگرامه وزن له لاسه ورکړ

د انګلستان په ایپسویچ کې میشت ، پاول مېسن، ۴۴۴ کیلو ګرامه وزن درلود او د خپل بستر څخه د ولاړېدو توان یې نه درلود.

کری ورځ به یې په کور کې تېروله.

خو په ۲۰۱۰م کال کې یې په امریکا کې د معدې عملیات وکړ اوس د هغه وزن ۱۵۲ کلیوګرام ته راکښته شوی دی.

په دغه عملیات کې یې د پاول مېسن معدې ته ورکښته شوی نل د معدې په خوله کې ورقطع کړ او د نل خوله یې له کوچنیو کولمو سره ونښلوله، د کوچنیو کولمو بل سر یې له معدې سره ونښلاوه.

په دې ډول خواړه د معدې پر ځای مستقیما کولمو ته ځي او بیا وروسته هضموونکې تیزابي مواد له معدې څخه کوچنیو کولمو ته کښته کیږي او غذا هضموي.

له دې عملیات نه وروسته ښاغلي مېسن ۲۷۲ کیلو ګرامه وزن له لاسه ورکړ.

خو اوس له یوې بلې ستونزې سره مخامخ دي.

د وزن له لاسه ورکولو سره یې د بدن پوست په زیاته اندازه را وځړېد.

اوس د بدن د پوست د زیاتولای له کبله نه شي کولای خپل ژوند په سمه توګه پر مخ یو سي.

په نیویارک کې یوې جراح ډاکترې جینفر کاپالا له ښاغلي مېسن سره د مرستې وړاندیز کړی دی.

ډاکتر کاپالا وایي هغه د نیویارک ټایمز د ورځپاڼې له لاری خبره شوه او غواړي له ده سره مرسته وکړي.

هغه وایی د دې لپاره د ښاغلي مېسن سره مرسته، یو ځانګړې موخه ده او هم دا د پوست د لری کولو په برخه کې ډېره پوهیږي.

د روان کال د می په میاشت کې ښاغلي مېسن د خپل بدن ۵۲ انځورنه د اینټرڼېت له لارې خپاره کړل او له خلکو یې دا غوښتنه وکړه چې له ده سره مرسته وکړي چې امریکا ته د تلو لپاره د ټکت اخیستلو پیسې برابرې کړي.

ورته مطالب