ایران په غچ اخیستو '۱۶ مخالفان اعدام کړل'

سیستان بلوچستان
Image caption دغه ښار د سیستان بلوچستان ولایت په سوېل ختيځ کې پروت دی.

ایراني رسنیو ویلي، حکومت شپاړس مخالفین د ۱۷ ایراني سرحد ساتونو د وژل کېدو د غچ اخیستو په غبرګون کې اعدام کړي دي.

د ایرانسیستان لوی څارنوال له خولې ویل شوي، چې اعدام شویو کسانو ''له هغې ډلې سره تړاو درلود، چې د حکومت پرضد یې فعالیتونه کول''.

دغه کسان د ایران شمال ختیځ زاهدان په سراوان زندان کې اعدام شوي، چې د همدې سیمې په غرني سرحدي سیمه کې تېره شپه ۱۷ ایراني سرحدي ځواکونه وژل شوي وو.

اعدام شوي رسمآً د سرحدي ځواکونو په وژنې نه دي تورن شوي.

تر اوسه ددغه برید پړه هم چا نه ده منلې.

د جندالله په نامه سني وسله والې ډلې په وروستیو کلونو کې د حکومت ضد بریدونه کړي.

د بلوچستان سیستان ولایت سني مسلمانان د شیعه ایراني حکومت د مور مېرې له چلنده تل شکایت کوي.

فارس خبري اژانس ویلي "نن ګهیځ د زاهدان زندان کې د سرحدي ځواکونو د وژنې غچ اخیستو په غبرګون کې هغه شپاړس یاغیان اعدام شول، چې د ایران له حکومت ضد ډلو سره یې تړاو درلود".

د دغو کسانو د اعدام خبر د ایران د محصلینو خبري اژانس (ایسنا) هم ورکړی دی.

د ایرانخبري رسنیو ویلي، چې د پاکستان په سوېل ختيځ کې له ایران سره پر پوله له وسله والو سره په نښته کې لږترلږه څوارلس ایراني سرحدي پولیس وژل شوي.

نښته د تېرې جمعې پر ورځ په سراوان وتلې غرنۍ سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

دغه ښار د سیستان بلوچستان ولایت په سوېل ختيځ کې پروت دی.

ایرانویلي چې په دې نښته کې پنځه نور سرحدي پوځيان ټپیان شوي.

Image caption ایران ویلي، دغه کسان یې د خپلو ۱۷ سرحدي ځواکونو د وژنې غچ اخیستو په غبرګون کې اعدام کړي.

د یوه بې نومه چارواکي له خولې ویل شوي، چې دا برید "ناقانونه وسله والو او د ایران د اسلامي جمهوریت مخالفانو" کړی دی.

ایراند افغانستان او اروپا د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو پر مهمې لارې پروت هېواد دی.

د ایرانپه سني مېشتو سیمو کې هم کله –ناکله وسله وال فعالیت کوي.

هلته سني مسلمانان پر ایراني شیعه حکومت تور لګوي، چې ګني مذهبي ازادۍ یې ترې اخیستې دي او له هر راز اسانتیاوو یې بې برخې کړي دي.

په دغه سیمه کې په تېرو کلونو کې هم ورته خونړي بریدونه شوي دي.

اې ایف پي خبري اژانس د یوه چارواکي له قوله ویلي، چې د نشه يي توکو له قاچاق وړونکو سره د تېرو درو لسیزو پرمهال نښتو کې تر ۴۰۰۰ پولیس او سرتېري وژل شوي دي.

ورته مطالب