چلوونکو مېرمنو ته د سعودي توند خبرداری

Image caption همداشان، په ۲۰۱۱ کال د منال الشریف په نامه یوه فعاله هم ونیول شوه، چې ټيک نهه ورځې په توقیف کې وه.

د سعودي عربستان چارواکو هغو مېرمنو د خبرداري لهجه تنده کړې چې غواړي نن شنبه د اعتراض په توګه په ډله موټر چلولو کې برخه اخلي.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت هغه خبر داری تکرار کړی چې وايي که هرچا په دې اعتراض کې چې له قانون سره په ټکر کې دی برخه واخیسته، له نامشخصې سزا سره به مخامخ شي.

له ۱۹۹۰ کال راهیسې دا په خپل ډول کې دریم اعتراض دی.

شاوخوا ۱۷ زره کسانو هغه عریضه لاسلیک کړې چې په کې د مېرمنو لپاره د موټر چلولو حق غوښتل شوی او یا دا چې هغوی ته د موټر چلولو د حق نه ورکولو لامل په ډاګه کړل شي.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، د ښځینه موټر چلونې بندیز ماتوونکي به له "سزا سره مخامخ شي".

د دغه وزارت ویاند منصور الترکي د تېرې پنجشنبې په ورځ وویل، پر سعودي مېرمنو د موټر چلونې بندیز لګېدلی، هرچا که دغه بندیز مات کړ او یا یې د ماتولو ملاتړ وکړ له قانوني چلند سره به مخامخ شي.

دا خبرداری داسې مهال ورکړل شوی، چې پرضد یې سعودي کې د شنبې په ورځ د ښځو له خوا د موټر چلونې کمپاین ته ښځې وربلل شوې دي.

د دغه کمپاین یوه فعال زکي سفر وویل، د کورنیو چارو وزارت څرګندونې معمولي دي:

Image caption سعودي چارواکو په ۱۹۹۰ کال ۴۷ ښځې له دې کبله ونیولې، چې ګني د موټر چلولو بندیز یې مات کړی و.

"د کورنیو چارو وزارت ویاند روښانه غږېدلی او هره مېرمن چې د اکتوبر پر شپږویشتمه موټر وچلوي، سزا به ورکړل شي".

خو سفر پر دې باور دی، چې حکومت د ښځینه موټر چلوونکو د بندیز په اړه بېلابېل پیغامونه استوي.

سعودي چارواکو په ۱۹۹۰ کال ۴۷ ښځې له دې کبله ونیولې، چې ګني د موټر چلولو بندیز یې مات کړی و.

همداشان، په ۲۰۱۱ کال د منال الشریف په نامه یوه فعاله هم ونیول شوه، چې ټيک نهه ورځې په توقیف کې وه.

پر هغې تور و، چې ګني د ښځينه موټر چلولو د کمپاین لپاره یې پر انټرنېټ عکسونه خپاره کړي دي.s

ورته مطالب