سوریه کې د جمعې ورځ تر ټولو ''ډېره خونړۍ'' وه

Image caption په سوریه کې موټربم چاودنې اوس تقریباً معمول ګرځېدلی.

د سوریې پلازمېنې دمشق یوه جومات ته څېرمه موټربم چاودنې لږترلږه څلوېښت کسان وژلي، چې ځینې په کې ماشومان دي.

سوري فعالین وايي، چاودنه د دمشق سوق وادي بردي سیمه کې د تېرې جمعې ورځې تر لمانځه شېبه وړاندې جومات ته د لمونځ کوونکو د ننوتلو د دروازې په مخه کې وشوه.

بل خوا، د شام خبري شبکې ویلي، چاودنې جومات ته څېرمه ودانۍ سختې زیانمنې کړې.

چاودنه د اسامه بن زید جومات دروازې ته نژدې شوې ده.

حکومت او یاغیانو دواړو یو پر بل د دغې چاودنې پړه اچولې ده.

پر همدې مهال، ناروې د ملګرو ملتونو له هغه ټیم څخه د خپلو کارکوونکو د رایستلو غوښتنه کړې، چې د سوریې اتومي وسلې ارزوي.

ملګرو ملتونو په سوریه کې د اتومي وسلو د ختمولو لپاره ضرب الاجل د ۲۰۱۴ کال تر نیمايي پورې ټاکلی دی.

سویډین هم وړاندیز کړی، چې د اتومي وسلو د لېږد لپاره به د هوايي ځواک مرسته وکړي.

همداشان د تېرې جمعې پر ورځ سوریه کې دغه پرمختګونه شوي:

  • دمشق وايي حکومتي ځواکونو دمشق ته څېرمه په یوه کمین کې لږترلږه ۴۰ یاغیان وژلي، چې په وینا یې یوه زیاته اندازه وسلې یې هم نیولې دي
  • د سوریې حکومتي تلوېزیون ویلي، له القاعدې شبکې سره د تړلې ډلې النصره مشر ابو محمد الجولاني د هېواد لوېديځ کې وژل شوی، خو مخالفینو دا ادعا رد کړې ده

د ماشومانو وژنه

د تېرې جمعې ورځې موټر بم چاودنه کې لږترلږه درې ماشومان وژل شوي، او ګڼ نور ټپیان دي.

په برتانیا کې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، سوق وادي بردي ښار د مخالفینو په ولکه کې دی، او وايي، چې حکومتي ځواکونه یې له دې ښاره وتلو ته اړ کړي.

خو د سوریې حکومتي خبري اژانس "سنا" ویلي، په وژل شویو کې یو اووه کلن ماشوم دی، او د چاودنې پړه یې پر حکومتي مخالفینو اچولې ده.

خو حکومتي مخالفینو ویلي دغه چاودنه حکومتي ځواکونو کړې ده.

په سوریه کې موټربم چاودنې اوس تقریباً معمول ګرځېدلی، چې یوازې تېره اونۍ په مرکزی ښار حماه کې له چاودېدونکو توکو د یوې بار شوې لارۍ په چاودلو سره لږترلږه ۳۰ کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.

د څارونکو او د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د ادارې شمېرې ښيي، چې د سوریې ۳۱ میاشتې نښتو او جګړو کې تر ۱۱۵۰۰۰ ډېر خلک وژل شوي، تر پنځو میلیونو ډېر نور د سوریې د ننه بې ځایه شوي، او دوه میلیونه سوري وګړي هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

د MSF خبرداری

د خیریه روغتیايي درملو سانس یا MSF بنسټ د تېرې جمعې په ورځ خبرداری ورکړی، زورورو چاودنو ۱۳۰۰۰۰ خلک له شمالي السفیره سیمې وتلو ته اړ کړي دي.

دوی وايي، خیریه ټولنو هلته د ژمي په رارسېدو او یخنۍ ډېرېدو د خلکو مرستو ته چندان پام نه دی کړی.

ورته مطالب