په بنګله دېش کې د درې ورځني اعتصاب لومړۍ ورځ

Image caption کاربنديز وروسته له هغه کېږي، چې واکمن ګوند د يوې موقتې ادارې به جوړولو کې پاتې راغی

د بنګله ديش د اپوزيسيون ډلو وروسته له هغه درې ورځنی کاربنديز/ اعتصاب پيل کړی، چې واکمن ګوند ونه شو کړای د انتخاباتو په درشل کې موقته کابينه جوړه کړي.

د بنګله ديش ملتپاله ګوند چې مشري يې خالده ضياء کوي، د خپلو متحدينو په موافقه له ټاکنو مخکې د بنګله دېش د اوسني حکومت د لرې کېدو غوښتنه کړې ده.

د بنګله دېش لومړۍ وزيرې شيخ حسينې، د جمعې ورځې په ناکراريو کې د لږترلږه شپږو کسانو له وژل کېدو ورسته له اپوزيسيون نه غوښتي و، چې عمومي اعتصاب لغوه کړي.

د جمعې په ورځ د پوليسو او د حکومت د سياسي مخالفينو ترمنځ نښتو کې له ۱۰۰ ډېر کسان ټپيان شوي دي.

د بنګله دېش ملتپاله ګوند د جماعت اسلامي ګوند سره په يوه خوله نيت لري، له دې لارې د بنګله دېش اداري چارې د لنډ وخت لپاره په ټپه ودروي.

له حکومت نه د سیاسی مخالفينو غوښتنه دا ده چې په بنګه دېش کې د راتلونکو ټاکنو څارنه دې، د يوې موقتې او بې پرې ادارې له لوري وشي.

۱۰ کاله وروسته

شيخ حسينې چې د (عوامي ليګ) واکمن ګوند مشره ده ويلي، حکومت به يې له انتخاباتو وړاندې له واکه څنډې ته نه شي.

ويل کېږي دا لومړی ځل دی چې دواړه پخوانۍ سیالې ښځې له تېرو لسو کلو راهيسې په لومړي ځل خبرې کوي.

تېره ورځ شيخ حسينې په ټيليفون کې له خالده ضياء وغوښتل، چې عمومي اعتصاب دې نه کوي.

د بنګله دېش ملتپاله ګوند او د سياسي مخالفينو نورې ډلې داسې انګېري، که واکمن ګوند د انتخاباتو پر مهال په واک کې پاتې وي، نو ښايي په ټاکنو کې درغلي وکړي.

د روان ميلادي کال له پيل راهيسې تر اوسه د پوليسو او خلکو ترمنځ نښتو کې له ۱۵۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

ورته مطالب