هند کې چاودنو ۵ کسه وژلي ۷۰ يې ټپيان کړي

Image caption لومړۍ چاودنه سهار نهه نيمې بجې شوې او ورپسې نورې چاودنې شوي

د هند د بهار ایالت په مرکز پټنه کې د هندو توکمپاله ګوند د مشر نریندر مودي له غونډې لږ مخکې شپږو وړو چاودنو لږترلږه پنځه کسه وژلي دي.

د کورنيو چارو وزير رسنيو ته ويلي، لومړۍ چاودنه سهار نهه نيمې بجې د اورګاډي له یوه تمځي سره نژدې شوې او پنځه نورې چاودنې له غونډې سره نژدې د ګاندي په ميدان کې شوې دي.

دی وايي د ټولو چاودنو زور کم و، او د دغو چاودنو په اړه نور جزييات به وروسته خپاره شي.

ځايي رسنۍ وايي د چاودنو پر مهال د غوندې په ځای کې زرګونه کسان راټول شوي و، او له چاودنو وروسته هر يوه هڅه کوله له دغه ځايه وتښتي.

د پټنې د روغتون چارواکو بي بي سي ته د وژل شويو پنځو کسانو تاييد کړی، او ويلي يې دي چې په چاودنو کې ۷۱ ټپي شوي کسان روغتون ته استول شوي دي.

راپورونه وايي چې د هندو توکمپاله ګوند/ بي جي پي په سملاسي ډول د دغو چاودنو په اړه د پلټنو غوښتنه کړې او ويلي يې دي چې په دې يې ملاتړي، نه وېرېږي.

بل خوا د هند د لومړي وزير له دفتره خپره شوې ويناپاڼه کې راغلي، چې منموهن سنګهـ د بهار ايالت له مشر وزير نتيش کمار سره پر ټيليفون خبرې کړي او ويلي يې دي چې په سملاسي ډول دې د چاودنو پلټنه وشي.

له چاودنو وروسته په راتلونکو ټاکنو کې د صدارت لپاره د بي جي پي نوماند نريندر مودي له پلان سره سم د ګاندهي ميدان ته د خبرو لپاره ورغی.

تر اوسه کومې ډلې د دغو بريدونو پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

ورته مطالب