په بغداد او موصل کې څو چاودنو ۵۰ کسه وژلي

Image caption راپورونه وايي چې ۱۰ موټرو کې چاودنې شوې دي

په عراق کې چارواکي وايي څو موټر بم بريدونو په پلازمېنې بغداد او جنوبي ښار موصل کې لږترلږه ۵۰کسه وژلي او له ۱۰۰ ډېر يې ټپيان کړي دي.

دغه بمونه په پارک شويو موټر کې ځای پر ځای شوي و، چې د ۳۰ دقيقو په موده کې په هغو سيمو کې والوتل چې ډېری اوسېدونکي يې شعيه وګړي دي.

راپورونه وايي په دغو بريدونو کې لږترلږه ۱۰۰ ټپيان شوي، چې ډېری کسان د موټرو په تمځايونو او مارکېټونو کې په نښه شوي.

يوه عيني شاهد بي بي سي ته وويلي: "دلته د ګاډو درولو په ځای کې بمي چاودنه وشوه، یو شمېر خلک یې ووژل او ټپیان کړل. ملکيانو کومه ګناه کړې ده؟ چاودنه داسې مهال وشوه، چې د خلکو ګڼه ګوڼه وه".

راپورونه وايي چې ۱۰ موټرو کې چاودنې شوې دي.

يوازې دا مياشت د وژل شويو کسانو شمېر سلګونو ته رسېږي، چې له ۲۰۰۸ راپدېخوا د فرقه يي تاوتريخوالي تر ټولو لوړه کچه ده.

د ملګرو ملتو د راپور له مخې يوازې په سپتمبر مياشت کې نژدې ۱۰۰۰ کسه وژل شوي او ۲۰۰۰ ټپيان شوي دي.

غير رسمي شمېرې ښيي چې په اکتوبر مياشت کې هم له ۶۰۰ ډېر کسان د تاوتريخوالي په پېښو کې وژل شوي دي.

په القاعده پورې د تړلو ځايي ډلو ترڅنګ سني تندلاري پر دا ډول بريدونو پړه بلل کېږي، چې ډېر کله شعيه سيمې په نښه کوي.

د شعيه ګانو په مشرۍ واګمن ګوند په دې پړ بلل کېږي، چې واک يې له سنيانو سره نه دی شريک کړی او امنيتي ځواکونه ورسره بد چلند کوي.

ورته مطالب