'امریکا له ۲۰۰۲ راهیسې د میرکل تیلیفون څارلی'

  • 27 اکتوبر 2013 - 05 لړم 1392
میرکل
Image caption اوباما میرکل ته ډاډ ورکړی، چې د هغې د تیلیفوني اړیکو څارلو په اړه یې هېڅ معلومات نه لرل.

د جرمني په دیر شپیګل مجله کې یوه خپاره شوي راپور ویلي چې د امریکا متحدو ایالتونو له ۲۰۰۲ راهیسې د جرمني صدر اعظمې انګیلا میرکل تیلیفوني اړیکي څارلي دي.

مجله زیاتوي، چې ایډیټرانو یې د امریکا د ملي امنیت له سرچینې داسې اسناد ترلاسه کړي، چې د استخباراتو له لوري په کې د تیلیفون شمېرې څارل شوې چې په دې تیلیفوني شمېرو کې د میرکل تیلیفوني شمېره هم شته.

پر همدې مهال، واشنګټن کې د ملي امنیت د فعالیتونو په اړه د اعتراضونو شاهد و.

زرګونو کسانو د دفاع وزارت (پنتاګان) ودانۍ مخې ته د تیلیفوني څار پروګرام پرضد احتجاج کړی و.

ځینو داسې پیغامونه هم له ځانه سره لېږدول چې ګني د استخباراتو مخکني مامور اډوارډ سنوډن د محرمو اسنادو په افشا کولو ډېر ښه کار کړی دی.

که څه هم د میرکل د تیلیفوني اړیکو د څارلو څرنګوالی نه دی په ډاګه شوی، خو ثابته شوې چې اړیکو ته یې غوږ نیول شوی او یا د هغو کسانو اړیکي اورېدل شوي، چې دې ته یې تیلیفون کړی دی.

جرمني خپل جګپوړي استخباراتي مشران ددې موضوع د څېړلو لپاره واشنګټن ته استوي.

دغې موضوع په جرمني کې سخته غوسه راپارولې ده.

جرمني او فرانسې د امریکا له متحدو ایالتونو غوښتي، چې د روان کال له پایته رسېدا مخکې د تیلیفوني جاسوسۍ نه کولو پرېکړه لاسلیک کړي.

داسې انګیرنې هم شته، چې د امریکا ملي امنیت د میلیونونو جرمني او فرانسوي وګړو تیلیفوني اړیکي څارلي دي.

جزییات

دیر شپیګل ته په لاس ورغلي اسناد ښيي چې ملي امنیت د لوېديځو حکومتونو د تیلیفوني اړیکو جاسوسي کړې ده.

داسې اسناد هم افشا شوي، چې ګني برلین کې د امریکا سفارت د ننه د تیلیفوني اړیکو د اورېدو یو مرکز و، چې له همدې مرکزه د اغلې میرکل تیلیفوني اړیکي څارل شوي.

په افشا شویو اسنادو کې دا هم راغلي چې د دغه مرکز په افشا کېدو سره د امریکا او نورو حکومتونو اړیکي ترینګلي شوي دي.

له افشا شویو اړیکو معلومېږي، چې د تیلیفوني اړیکو اورېدو دغه مرکز کټ مټ هغو مرکزونو ته ورته دی، چې د نړۍ په ۸۰ نورو هېوادونو کې یې هم ورته فعالیت کاوه.

میرکل د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره تیلیفوني اړیکه نیولې، خو اوباما ډاډ ورکړی، چې د تیلیفوني اړیکو د څارلو په اړه یې هېڅ معلومات نه لرل.

ورته مطالب