اسراییلو ۲۶ فلسطیني بندیانو خوشي کول منلي

Image caption اسراییلو په تېر اګست کې د ۱۰۴ بندیانو د خوشي کولو اعلان وکړ، چې په څلورو پړاوونو کې به خوشي شي.

اسراییلي وايي د هغو ۲۶ فلسطیني بندیانو د خوشي کولو هوډ یې کړی، چې د اوږدې مودې لپاره بندیان دي.

د اسراییلي لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له دفتره خپره شوې ویناپاڼه وايي" د ۲۰۱۳ جولای پر ۲۸ مه د پرېکړې له مخې، د اسراییلي او فلسطیني حکومت ترمنځ د سولې د خبرو بیا پیلېدو په پلمه، د وزیرانو جرګه ګۍ پرېکړه وکړه چې د خبرو پروخت دې فلسطیني بندیان خوشي شي. د بندیانو خوشي کولو موافقه نن ماښام وشوه، چې ۲۶ فلسطیني بندیان به خوشي کېږي".

په اعلامیه کې راغلي، په خوشي کېدونکو بندیانو کې داسې کسان هم شته، چې د ۱۹۹۳ د اوسلو له پرېکړې مخکې یې "جرمونه" کړي او په زندان کې یې د ۱۹ تر ۲۸ پورې کلونه تېر کړي.

خبرپاڼه زیاتوي، ۲۱ بندیان د لوېديځې تراډې دي او پنځه نور د غزې تراډې دي.

اسراییلو په تېر اګست کې د ۱۰۴ بندیانو د خوشي کولو اعلان وکړ، چې په څلورو پړاوونو کې به خوشي شي.

اسراییل وايي دا ګام یې د سولې د خبرو لپاره د ښه نیت په خاطر کړی دی.

له تېرو درو کلونو راهیسې د اسراییلو او فلسطین ترمنځ په لوېديځه تراډه او د قدس په ختيځ کې د اسراییلي ناقانونه مېشت ځایونو د جوړېدو له کبله د سولې خبرې په ټپه ولاړې وې.

اسراییلي اعلامیه وايي، دغه بندیان تر راتلونکې سې شنبې مخکې نه خوشي کېږي، په دې معنا چې د قرباني شویو اسراییليانو ورثه وو ته د شکایت ۴۸ ساعته وخت ورکول کېږي.

اټکل دی، چې اسراییلي زندانونو کې د بندي شویو فلسطیني بندیانو لست خپور شوي، خو لومړی به د بندیانو کورنیو ته خبر ورکول کېږي.

بل خوا، فلسطیني چارواکو ویلي، د خوشي کېدونکو بندیانو په اړه هېڅ معلومات نه لري.

له اسراییلي زندانونو د فلسطیني بندیانو د خوشي کېدو لومړی پړاو د تېر اګست پر ۱۳ ترسره شو.

د اسراییلي بندیانو د خوشي کېدو په غبرګون کې د اسراییلو سخت ښي اړخو دریځو سختې نیوکې کړې، او د یوه داسې قانون غونښتنه یې کړې، چې نور بندیان باید خوشي نه شي.

خو د اسراییلو د وزیرانو شورا د یکشنبې په ورځ دغه غوښتنه رد کړې ده.

ورته مطالب