۷۱ کلن امریکایی راک سندرغاړی لوریډ ومړ

Image caption لو ریډ راک موسیقۍ ته نوی روح وربښلی و.

امریکایی راک سندرغاړی لوریډ د ۷۱ کلونو په عمر ومړ.

نوموړی د خپلې Velvet underground په نامه راک ډلې ډېر مشهور کړی و.

ریډ د راک موسیقۍ تر ټولو ډېر مشهور سندرغاړی و.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د لوریډ ادبي وکیل اندرو وایلي له قوله ویلي، چې لوریډ د یکشنبې پر ورځ نیویارک کې د بډوډي د ناروغۍ له کبله ومړ.

ریډ چې په شرابو او نشه يي توکو روږدی و، په تېره مې کې یې د بډوډي عملیات وکړ.

د هغه د راک ډلې یوه ملګري او غړي جان کېل پر خپله انټرنېټي وېبپاڼه لیکلي چې "نړۍ د سندرو او شعر یو شاعر او لیکوال له لاسه ورکړ، او ما د ښوونځي ملګری له لاسه ورکړ".

د ویلو ده چې د هغه د راک Velvet underground ډله د تېرې پېړۍ شپېتمۍ لسیزې د شان او شوکت په ورځو کې ډېرې پیسې ترلاسه نه کړې، خو بیا وروسته یې د راک نړۍ کې ډېر شهرت وموند.

کله چې ریډ خپله دغه ډله پرېښوده، په ۱۹۷۲ کال یې یو ځانګړی البوم راویوست، چې په دا بل کال ډېر زیات مشهور شو.

له ریډ دویمه هنرمنده ښځه لوري انډرسن پاتې شوه.

ورته مطالب