نړيوال وجهي صندوق پاکستاني تگلارې څيړي

اى ايم ايف
Image caption د نړيوال وجهي صندوق يو پلاوى اسلام اباد ته رسيدلى چې د پاکستان اقتصادي تگلارې وڅيړي

پاکستان کې د نوي حکومت د اقتصادې تګلارې د جاج اخیستو لپاره د نړيوال وجهي صندوق یا ای ایم ایف يو پلاوى اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره خبرې پیل کړي دي.

په اسلام اباد کې د بي بي سي خبريال طاهر خان وايي دا پلاوى به دا هم ګوري چې ایا پاکستان د نورو پورونو لپاره د دوى شرایط پوره کړي دي که نه.

چارواکي وایي د شرایطو له پوره کیدو وروسته کیدى شي ای ایم ایف پاکستان ته د ۵۴۷ ميلیونه ډالرو پور ومني.

اقتصادي کارپوهان وایې چې د لومړي وزیر نواز شریف په مشرۍ نوى حکومت د ای ایم ایف اکثره شرایط منلي دي.

د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د یوۀ پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد ډاکټر معراج الحق بي بي سي ته وویل چې نوي حکومت د ای ایم ایف ډیر شرایط منلي خو دې تگلارې بيې پورته کړي دي.

د ای ایم ایف د سفر د اهدافو په اړه ډاکټر معراج الحق وايي:

" تر سفر وړاندې لا اى ايم ايف او پاکستاني چارواکو خبرې سره کړي دي او په دې خبر دي چې پاکستان د دوى ځينې شرايط پوره کړي او ځينې نور به د وخت په تېرېدو پوره شي. ځينې شرايط لکه دا چې په لا ډيرو خلکو ماليه ولگول شي او خپله ټکس زيات هم شي داسې خبرې دي چې وخت غواړي."

پاکستان د نړيوال وجهي صندوق د شرايطو د پوره کولو لپاره د ماليو په ډيرولو ولس غصه کړى دى.

خلک وايي چې د پټرولو، گيسو او نورو اړينو توکو بيې لوړې شوي دي.

چارواکي وايي دا د اى ايم ايف شرايط و چې بايد پوره شوي واى که نه نو اسلام اباد به نور پور نه واى موندلى.

د پیسو نړیوال صندوق د سپتمبر په مياشت کې له پاکستان سره د شپږ اعشاریه اوو میلیاردو ډالرو پور ورکړه تصویب کړې وه.

نيت دا و چې دغه پور به له اقتصادي بحرانه د پاکستان په وتلو کې مرسته کوي ، پانګونه به په کې ډېره شي او اقتصادي اصلاحات به وشي.

پور به دغه را د پاکستان د پیسو ارزښت په بیا پیاوړي کولو کې هم مرسته وکړي.

خو اسلام اباد د پور ترلاسه کولو پر وخت منلې وه چې د مالیه نه ورکونکو سره مبارزه وکړي او د برېښنا پرې کېدونکی سیستم هم اصلاح کړي.

د پیسو نړیوال صندوق وايي له اقتصادي ننګونو سره سره پاکستان هغه هېواد دی چې له دغو پیسو به په ښه توګه د گټې اخیستلو وړتیا ولري.

ورته مطالب