لندن کې له اسلامي قوانينو سره سم اقتصادي پلانونه ياد شول

کرزى
Image caption ولسمشر کرزي په لندن کې د اسلامي اقتصادي غونډې برخه والو ته وويل چې ترهگرۍ اسلامي هېوادونه ځپلي دي

د برتانیا لومړي وزیر ديويد کېميرون د مالي نوښتونو لپاره د سه شنبې په ورځ( د اکتوبر ٢٩) داسې نوي پلانونه اعلان کړل چې د اسلامي قوانوينو سره سر خوري.

په لندن کې د اسلامي هېوادونو اقتصادي غونډې ته د پرانیسې وینا پر مهال ښاغلي کېميرون وويل د لندن ونډو بازرونو کې به نوې ونډې پرانيزي او د برتانېا ماليې وزارت به د شاوخوا ٣٠٠ميليونو ډالرو په ارزښت اسلامي شاخص جوړ کړي چې د سوکوک په نامه ياديږي.

د ونډو په دغه بازار کې به د شرعي قانون سره سم پانگونه کيږي.

د اسلامي نړۍ کلنۍ اقتصادي غونډه په لومړي ځل په یوه غیر اسلامي هېواد کې جوړه شوه.

په دغې غونډې کې افغان ولسمشر حامد کرزي او د اردن پاچا عبدالله هم ګډون وکړ.

دا نهم ځل دى چې اسلامي هېوادونه دغه اقتصادي ناسته کوي.

د لندن په غونډه کې اسلامي نړۍ ته پر نويو فرصتونو خبرې وشوې او له نورې نړۍ سره د اسلامي نړۍ د اقتصادي تړاو پر چارو بحثونه وشول.

افغان ولسمشر کرزي په خپله وينا کې وويل :

"په نړۍ کې يو اعشاريه شپږ ميليارده مسلمانان اوسيږي چې ښه مځکه، ستراتيژيکي تجارتي لارې، زيرمې او سرچينې لري خو له تاريخي پلوه په ځانگړې توگه د ښځو بې سوادي او له لويه سره د معارف په برخه کې ناکافي پانگونه په اسلامي هېوادونو کې د پرمختيا چارې محدودې کړي دي."

ولسمشر کرزي په مسلمانو هېوادونو کې د ترهگرۍ شته والى هم بدمرغي وبلله.

ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره لید لوری هم ياد کړ:

"افغانانو ته د غوره، خوندي او سوکاله راتلونکې رامنځته کول زموږليد لورى دى او هم په ټوله سیمه کې د امنیت د ټینګښت او د سوکالۍ د رامنځته کولو په لاره کې همکاري ده."

په افغانستان کې پرمختګونو ته د اشارې په ترڅ کې افغان مشر وویل چې دغه لاس ته راوړنې د افغانانو او د یو زیات شمېر اسلامي هېوادونو په شمول د نړیوالو دوستانو په بې شمېره فداکاریو لاس ته راغلې دي.

د لندن په غونډه کې له لويه سره ويناوالو له نورې نړۍ سره د اسلامي هېوادونو د اقتصادي اړيکو د ټينگښت پر څرنگوالي خبرې وکړې.

د کانفرانس له تالاره د بي بي سي خبريال علي ياور سليمي په خپل رپوټ کې وويل چې سوداگرو او پانگوالو د حلال گرځندوى په باب خبرې وکړې چې ډيرو ته نوې او په زړه پورې خبره وه.

ورته مطالب