د اسیا او اروپا نښلونکي تونل پرانیستنه کېږي

Image caption د پرانیستې مراسمو کې به د ترکي چارواکو تر څنګ د جاپان لومړی وزیر شیزواېبې هم ګډون وکړي.

د ترکیې باسفورس تنګي کې نن هغه تر اوبو لاندې تونل پرانیستل کېږي، چې د استانبول د ختیځ او لوېدېځو ساحلونو تر منځ به د ریل ګاډي یوه نوې لاره ثابته شي.

دغه ساحه کې کار ۲۰۰۴ کې پیل شو، خو د تاریخي اثارو د کېندنې له کبله وځنډېد.

د دغه څلور کیلومتره تونل پر جوړوېدو، چې د زلزلې زغم لري، څلور میلیارده ډالره لګښت شوي، چې یو میلیارد یې جاپان ورکړي.

ترکي چارواکي وايي د دغه تونل جوړېدو له کبله به نه یوازې باسفورس تنګي پر پله ګڼه ګوڼه لږه شي، بلکې د هوا ککړتیا به هم کمه شي.

د ترکیې لومړی وزیر رجب طیب اردغان د دغه تونل جوړېدو پلان کلک پلوي وو، خو پر نوموړي نقد کوونکي وايي، دا د یاد ښار لپاره د اردغان له سترو پلانونو پرته نور څه نه دي، چې دی یې یو مهال ښاروال وو.

ترکیې کې د بیا رغونې بهیر له ولسي نیوکو سره مل دی.

د روان کال په اوږدو کې تاریخي غازي پارک کې د ودانیزو چارو پر سر د پولیسو او مظاهره کوونکو تر منځ اخ و ډب رامنځ ته شو.

د اې ایف پي خبري اژانس په وینا سره له دې چې پرانیستنه یې کېږي، خو دغه پل به لا هم د تګ راتګ لپاره تړلی وي.

استانبول کې د ښاري پراختیا څانګې مشر تیفون خرامان په وینا، د تونل هغه برخه چې اوس پرانیستل شوې، خورا کوچنۍ ده او د پاتې برخې ودانیز کار تر مارچ میاشتې ځنډول شوی دی.

نوموړي دا هم وویل:

"موږ حیران یو، چې د تونل پرانیستلو ته دومره بېړه ولې کېږي."

د پرانیستې مراسمو کې به د ترکيې چارواکو تر څنګ د جاپان لومړی وزیر شیزواېبې هم ګډون وکړي.

ورته مطالب