کاميرون: د امریکا پخواني جاسوسي سندونه مه خپروئ

Image caption کامیرون له ګارډین او نورو ورځپاڼو وغوښتل چې د ده په خبره له روغ عقل او سمې ارزوونې څخه کار واخلي.

د بریتانیا لومړي وزیر ډېوېډ کامیرون ویلي، چې ښايي حکومت د ورځپانو له لوري د امریکا د استخباراتو د پخواني تښتېدلي کارکونکي اېډورډ سنوډن له خوا د ده په ټکو د زیان اړوونکو افشا شویو سندونو خپرولو د بندولو لپاره ګام پورته کړي.

ښاغلي کامیرون پارلمان ته وویل که ورځپاڼې مسوولانه چلند و نه کړي، نو د حکومت لپاره به دا ګرانه وي چې په دې برخه کې څه وکړي.

لکه څنګه چې د بي بي سي د ډ یپلوماتیکو چاروخبریال راب واټسن په دې اړه پخ‍پل رپوټ کې کاږي، دا د لومړي وزیر له لوري په دې برخه کې تر ټولو يوه کلکه کرښه ده. هغه وویل د ګارډین په ورځ‍پاڼه کې د اېډوارډ سنوډن له لوري د په ډاګه شویو سندونو پر بنسټ خپرو شویو لیکنو د برتانیا خوندیتوب ته زیان ورساوه.

هغه له ګارډین او نورو ورځپاڼو وغوښتل چې د ده په خبره له روغ عقل او سمې ارزوونې څخه کار واخلي، خو خبرداری یې ورکړ چې که هر څوک دا له پامه وغورځوي، نو په وړاندې به يې ګام اوچت شي.

د هېواد د ملي امنیت د خوندې کولو په موخه د ورځپاڼو مدیرانو او خپرونکو ته ځانګړې لارښوونې شوې او له هغوی څخه غوښتنه شوې چې د هېواد د ملي امنیت د دلایلو له مخې پر ځینو ځانګړو مسالو دې خپرونې نه کوي.

ښايي د حیرانتیا خبره نه وې چې د ملی امنیت د خوندې کولو په موخه د حکومت له لوري د جون په میاشت کې وروستۍ لارښوونه هم د اېډ ورډ سنوډن په اړه وه. لارښوونې له ورځپاڼو او خپرونکو غوښتي و چې د سنوډن له لوري د افشا شویو سندنو په اړه له نورو خپرونو ډډه وکړي.

ورته مطالب