بڼوالي له اوږده ژوند سره اړېکه لري

Image caption فزيکي فعاليت ٢٧ په سلو کې د زړه د حملې خطر کموي

له شپيتو کلونو څخه د پورته عمر کسانو يوه څېړنه ښيي چې په بڼ کې کار کول او يا هم د کور کارونو ترسره کول له اوږده ژوند سره تړاو لري.

ښايي زاړه کسان د فزيکي تمرينونو هڅه وکړي، خو په دغې څېړنې کې ويل شوي چې که څوک له کوچ/ تخت څخه پورته شي او له ډېرې ناستې ډډه وکړي دايې هم ژوند خوندې کوي.

په سويډن کې پر ٤٢٣٢ کسانو ترسره شوې دغه څېړنه وايي که خلک په بڼ/ باغ يا کور کې کار وکړي او له ډېر ې ناستې ډډه وکړي نو دا به د زړه د حملي مخنيوى هم وکړي.

د دغې څېړنې موندنې د بريتانيا د سپورت او درملو په مجلې کې خپرې شوې دي.

د ستکهولم د کرولانکسک په پوهنتون کې څېړونکي وايي زياتره زاړه خلک دا خوښوي چې ډېر کېني او کم وگرځي.

دغو څېړونکو هغه خلک چې ډېر کيني او هغه چې په بڼ او کور کې کار کوي، خپل موټر جوړوي، کبلې ريبي، د ونو څانگې پرېکوي او يا ښکار ته ځي، څارلي دي.

څېړنې ښوولې، په هغو خلکو کې د زړه د حملي خطرونه لږ دي چې له فزيکي پلوه فعال دي او تر هغو خلکو چې بيخي ناست دي هغه بيا ښه دي چې لږ غوندې فعاليت کوي.

فزيکي فعاليت ٢٧ په سلو کې د زړه د حملې خطر کموي.

ورته مطالب