سوريه: زرگونه ولسي وګړي له معضميې وځي

سوريه
Image caption د معضميې سيمه له تېر مارچ راهيسې د حکومتي ځواکونو له لوري کلابنده شوې وه

مخکې سوري پوځ ويلي و چې د معضميه په څير د ياغيانو تر کنټرول لاندې سيمې خلک يا بايد حکومت ته ځانونه تسليم کړي او يا هم خلک يې اړ دي چې لوږه وگالي.

په معضميه کې خواړه، اوبه او د ژوند د اړتيا وړ ټول څيزونه ختم شوي و.

ملگرو ملتونو له څو مياشتو راهيسې د معظميې له خلکو سره د مرستې غوښتنه کوله، خو د سيمې د کلابندۍ له کبله اړينه مرسته نه رسېدله.

يوې ميرمنې بي بي سي ته وويل، چې له نهو مياشتو راهيسې يې يوه گوله ډوډۍ نه ده ليدلې او د ژوندي پاتې کېدو لپاره يې پاڼې او واښه خوړل.

يوې بلې وړې نجلې چې ډوډۍ يې په لاس کې وه او په وارخطايي سره يې مړۍ وهلې وويل چې دوى ټول ناروغان دي.

د حکومتي ځواکونو له لوري د کلابندۍ د نرمولو په پايله کې د معظميې خلکو ته د ا شونې شوه چې له سيمې ووځي.

په سيمه کې د بي بي سي خبرياله ليزدوسېټ وايي ځينو دغو خلکو اوښکې تويولې او ځينې يې په ټاير لرونکو کراچيو کې لېږدول کېدل.

د خلکو له څيرو څخه داسې ښکارېدله چې ډېر سخت حالات يې تېر کړي دي.

شاوخوا ۲۰ بسونه ولاړ و چې دوى د حکومت تر کنټرول لاندې سيمو ته ولېږدوي.

خو نارينه په يوه بله جلا ليکه کې درول شوي و او ترې اختنې پوښتنې کېدلې چې دوى له چاسره ول او له ياغيانو سره يې اړيکې لرلې، که نه.

د ګوزڼ پېښې

د سوريې د ټولنيزو چارو وزير چې د دغو کسانو د لېږدولو بهير يې څاره، ياغيان يې د معضميې په سيمه کې د وضعيت پر خرابيدو پړه وبلل، خو ياغيان بيا حکومت تورنوي چې غوښتل يې په کلابندۍ او قحطۍ سره هغوى تسليمېدو ته اړ کړي.

د بي بي سي د خبريالې په وينا اټکل کېږي چې د خلکو په وتلو سره سيمه کې د ياغيانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جگړې سختې شي.

بل خوا د روغتيا نړيوال سازمان په سوريه کې د گوزڼ د ناروغۍ د لسو پېښو پخلى کړى، چې په تېرو ۱۴ کلونو کې په لومړي ځل رامنځ ته کېږي.

تر ٢٠١١ کال دمخه سوريه کې په سلو کې ۹۵ ماشومان د گوزڼ د ناروغۍ په وړاندې واکسين شوي و، خو داسې اټکل کېږي چې اوس شاوخوا ٥٠٠٠٠ ماشومان د دغې ناروغۍ پر وړاندې له واکسين څخه پاتې شوي دي.

داسې ويل کېږي، ښايي هغه اورپکي چې له بهره سوريې ته د جگړې لپاره راغلي دغه ناروغي سوريې ته له ځانه سره راوړې وي.

ورته مطالب