امريکايي چارواکي د ټيليفوني جاسوسۍ دفاع کوي

Image caption د جرمني د چانسلرې انګيلا مېرکل د ټيليفوني اړيکو په اړه له راپورونه وروسته رسوايي زیاته شوه

د امريکا يوه لوړپوړي چارواکي ويلي د دغه هېواد د جاسوسۍ اصلي هدف، د نړۍ د مشرانو له ارادو د امريکا خبرېدل و.

د امريکا د ملي امنيت ادارې مشر جېمز کلېپر، د ملي شورا د اطلاعاتو کمېټې ته وویل، چې د نړۍ د نورو هېوادونو د مشرانو له نيتونو او اهدافو خبرېدل، د امريکا د استخباراتي سياست د 'سرټکی' دی.

پر همدې مهال دغه امريکايي چارواکي چې د جاسوسۍ د ۱۶ سازمانونو لارښوونه پر غاړه لري، ويلي، چې د دغه هېواد د جاسوسۍ افشا کېدو، د دوی کار ته ټکان ورکړی دی.

جېمز کلېپر ويلي، چې د امريکا متحد ایالتونه په 'دايمي ډول' د نورو هېوادونو د جاسوسۍ په حال کې نه دی.

په تېرو څو ورځو کې د امريکا د استخباراتو له لوري د خپلو متحدينو د ټيليفوني اړيکو اورېدو راپورونو په نړیواله کچه اعتراضونه پارولي دي.

ښاغلي کلېپر دغه راز ويلي چې د امريکا بهرني متحدين هم د دغه هېواد د چارواکو او استخباراتي سازمانونو جاسوسي کوي او دا يې يو عادي بهير وباله.

د امریکا له لوري د جرمن چانسلرې انګلا میرکل د ټیلیفون څارنې له رپوټونو وروسته، د سپینې ماڼۍ ویاند ویلي، د پټو معلوماتو تر لاسه کولو سيسټم ته استخباراتي ادارې باید یو برید ټاکلی وای.

بل لور د امریکا د سنا استخباراتي کمېټې مشرې، هېواد کې د څارګرو فعالیتونو د بشپړ جاج اخیستو غوښتنه کړې.

د نوموړې دغه څرګندونې د سي ای اې پخواني کارکوونکي اېډورډ سنوډن له هغو انکشافاتو وروسته مخې ته راځي، چې ګواکې د امریکا د استخباراتو ملي ادارې د جرمن چانسلرې په شمول د ۳۴ نړیوالو مشرانو څارنه کړې ده.

د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارني د دوشنبې په ورځ وویل چې د هېواد پر استخباراتي پالیسي یې له سره غور کېږي او دې که به د نورو رازساتنې او شخصي مسایل په پام کې ونیول شي.

په واشنګټن کې له خبریالانو سره خبرو کې نوموړي وویل: "اداره داسې فکر کوي، چې موږ د استخباراتي معلوماتو راټولولو او کاروونې په لړ کې یوه حد ټاکلو ته اړتیا لرو."

دفاع پسې دفاع

د امریکا حکومت په ارو‍پا کې د استخباراتي معلوماتو د راټولولو له خپل پروګرام څخه دفاع کړې ده. خو ترڅنګ يې داهم ویلي چې کېدای شي د جاسوسۍ خپلې لارې چارې بدلې کړي.

د سپینې ماڼې ویاند جي کارني وویل استخباراتو د امریکا او متحدینو له خوندې کولوسره مرسته کړې ده او دا چې دا چاره د امریکا د اقتصادي ګټو په موخه نه ده ترسره شوې.

بل لور ته د امریکا په سنا کې د استخباراتي کمېټې مشرې ډیانا فانټسن د دوشنبې په ورځ وویل، د امریکا له لوري د دوستو هېوادونو د مشرانو څارنه سمه چاره نه ده او وايي سپینې ماڼۍ ډاډ ورکړی، چې دغه ډول فعالیتونه به په بشپړ ډول ودروي.

د هغې په وینا اصلاً دا هم سمه نه ده، چې د امریکا ولسمشر ته معلومه نه وه، چې دغه ډول فعالیت دوام لري. په ظاهره د امریکا ولسمشر باراک اوباما ته د سږني دوبي تر مهاله معلومه نه وه، چې د امریکا څارګرې ادارې د جرمن چانسلرې د ټیلیفون څارنه کوي او دغه چاره له تېرې یوې لسیزې راهیسې دوام لري.

د هغې په وینا: "په بېړنیو حالاتو کې باید امریکا د ولسمشر له اجازې پرته د دوستو هېوادونو د ولسمشرانو او لومړیو وزیرانو ټیلیفوني اړیکي او برېښنا لیکونه ثبت نه کړي."

دغه څرګندونې داسې مهال مخې راځي چې د اروپاايی پارلمان یو پلاوی د امریکایي استخباراتو له لوري د اروپايي هېوادونو د يو شمېر مشرانو او وګړو د ټيلفوني خبرو د اورېدو له ادعاو وروسته د معلوماتو راټولولو لپاره همدا اوس په واشنګټن کې دی.

ورته مطالب