هند: بس کې اور لګېدو ۴۰ کسان وژلي

هند
Image caption دغه بس د هند له بنګلور حیدر اباد ته روان و.

د هند اندرا پرادیش ایالت یوه بس کې لږترلږه ۴۰ مسافر وژل شوي دي.

هندي پولیس وايي، په بس کې تر ۵۰ ډېر مسافر سپاره وو، چې له بنګلور ښاره یې حیدر اباد ته سفر کاوه.

پېښه د چارشنبې پر ګهیځ وختي شوې ده.

ویل کېږي، چې د بس چلوونکي په ګډون اووه کسان له اوره ژغورل شوي او تښتېدلي دي.

پولیس وايي، اوس د بس د تېلو ټانکۍ ته رسېدلی چې یو په یو ټول بس اور اخیستی دی.

دغه پېښه د اندرا پرادیش ایالت د محبوب نګر ولسوالۍ په کوتاکوتا سیمه کې شوې ده، چې له حیدر اباده ایله۱۴۰ کیلومتره لیرې پرته ده.

"هندو" ورځپاڼې د کلیوالو او عیني شاهدانو له خولې ویلي "د تېلو ټانکۍ چاودلې او د سپرمغيو له کبله یې بس اور اخیستی. خو د اکار مخکې له دې چې مسافر کوز شي، شوی دی. اور د بس ټولو برخو ته رسېدلی".

پېښه داسې مهال شوې، چې ډېری مسافر په بس کې ویده وو.

په ۲۰۰۸ کال هم د هند شمالي اترا پرادیش ایالت په یوه کې بس کې د اور لګېدو له کبله تر ۶۰ ډېر کسان وژل شوي وو.

خبریالان وايي، په هند کې د بسونو ټکر او ترافیکي پېښې ډېرو خلکو ته مرګ ژوبله اړوي، چې لامل یې ناسم سړکونه، د چلوونکو بې غوري او په بسونو کې د احتیاطي توکو نشتوالی دی.

ورته مطالب