"د نړۍ غوره ښوونکي" ته یو میلیون ډالر جایزه

Image caption د سیالۍ هدف ښوونکو ته ډېر پام کول دي.

راتلونکی کال په نړۍ کې "تر ټولو غوره ښوونکي" ته د یو میلیون ډالرو په ارزښت جایزه ورکول کېږي.

دغه جایزه به د "فارکي جیمز" خیریه ټولنې او د دبۍ د واکمن له خوا ورکول کېږي.

"فارک جیمز" خیریه ټولنه غواړي کټ مټ د نوبل جایزې په توګه نړۍ کې نورې جایزې دود کړي.

اټکل دی، چې د دغې سیالۍ لپاره په ۲۰۱۴ کال کې نور جزییات ډاګیزه شي.

د فارکي جیمز بنسټګر ساني فارکی ویلي: "زموږ هدف د لا غوره زده کړې ملاتړ دی، چې څرنګه د ښوونکو پر ژوند اثر کولی شي".

"فارکي جیمز" د نړیوالو خصوصي ښوونځیو د خیریه ټولنې یوه څانګه ده، چې د امریکا پخوانی ولسمشر بیل کلنټن یې له تشریفاتي مشرانو ګڼل کېږي.

په هر هېواد کې به دغې سیالۍ ته کسان کاندیدېږي، او بیا به د تحکیم نړیواله ډله بریالی کس ټاکي.

Image caption د دوی د څېړنې له مخې، په چین کې ښوونکو ته د نورو هېوادونو په پرتله ډېر درناوی کېږي.

د ټاکونکو په ډله کې د زده کوونکو او د تعلیم د برخې کارپوهانو په ګډون، د "نړۍ له ګڼو برخو مخکني مشران" هم شامل دي.

فارکي جیمز ټولنه وايي، چې په هره ټولنه کې ښوونکي له مختلفو درناویو او احترام برخمن دي.

د دوی د څېړنې له مخې، په چین کې ښوونکو ته د نورو هېوادونو په پرتله ډېر درناوی کېږي.

د دبۍ واکمن شیخ آل مکتوم وايي: "د تعلیم ملاتړ یعنې د انساني پرمختګ ملاتړ او ښوونکو ته اهمیت ورکول زموږ د ټولنې د بدلون د ریښتونکو لاملونو د اهمیت په مانا دي".

ورته مطالب