له سوري پېغلې سره د نړۍ تر ټولو جګ ځوان واده

سلطان کوسین
Image caption سلطان کوسین د ترکیې جنوب ختیځ ماردین ښار کې د خپل واده د مراسمو پرمهال وویل "د خپلې خوشحالۍ اظهارولو ته هېڅ وړ توري نه لرم".

د نړۍ تر ټولو د لوړې ونې څښتن ترکي ځوان د سوریې له یوې پېغلې سره واده وکړه او دغه واده یې "د ژوند مینه" نومولی دی.

د ۳۱ کلن سلطان کوسین د ونې جګوالی ۲.۵۱ متره دی، خو د هغه د ژوند د شریکې مروه دیبو د ونې جګوالی ۱.۷۵ متره ښوول شوی.

سلطان کوسین د ترکیې جنوب ختیځ ماردین ښار کې د خپل واده د مراسمو پرمهال وویل "د خپلې خوشحالۍ اظهارولو ته هېڅ وړ توري نه لرم".

د ترکیې خبري اژانس د هغه له قوله دا هم لیکلي چې "زه په ګرده نړۍ کې ډېر نېکبخته انسان یم".

خو د هغه ۲۰ کلنې مېرمنې مروه دیبو، چې د سوریې د الحسکه ولایت ده، ویلي چې "هیله لرم چې زموږ دغه نېکبختي دوام ولري".

د سوریې خبري اژانس وايي، د کوسین د واده ځانګړي کالي له شپږو مترو څخه جوړ شوي وو.

د کوسین کورنۍ د ترکیې جنوب ختیځ کې پرته ده، چې تر ډېره پر کرنې تکیه کوي.

کوسین د ۲۰۰۹ په سپتمبر کې هغه مهال ډېر مشهور شو، چې د نړۍ د ریکارډونو ثبتولو کتاب ګینس کې یې د نړۍ تر ټولو د جګې ونې سړي په توګه نوم ثبت شو.

هغه مهال د کوسین د ونې جګوالی دوه متره او ۴۷ سانتۍ و.

د ۲۰۱۰ په اګست کې امریکايي ډاکټرانو په ویرجینیا ایالت کې د کوسین د هغه تورم د درملنې لار ومونده، همدا وو چې د"ګاما" ډېرې وړانګې یې ورکړې.

تېر کال ډاکټرانو وویل، چې د کوسین د بدن د اوږدوالي هورمون ډېر پرمختګ کړی، چې تر ډېره یې لاسونه، پښې او مخ د معمول پرخلاف ډېر لوی شوي دي.

کوسین د تګ پرمهال له دوو لکړو ګټه اخلي.

ورته مطالب