سوريه کې د کېمياوي وسلو وسایل ويجاړ شوي دي

Image caption باور دا دی چې سوريه د سارين ګازو په ګډون ۱۰۰۰ ټنه مهمات لري

د وسلو د څار نړیواله اداره وايي، په سوريه کې يې کېمیاوي وسلې، د هغو د توليد، ګډولو او ډکولو ټول وسایل ويجاړ کړې دي.

د کېمياوي وسلو د مخنيوي اداره دغه اعلان له هغه يوه ورځ مخکې کوي، چې ټاکل شوې وه دا اداره د سوريې د کېمیاوي وسلو د له منځه وړلو په اړه دغه اعلان وکړي.

سوريې ته وروسته له هغه څارونکي واستول شول، چې ادعا وشوه حکومتي ځواکونو د ولسي وګړو د اوسېدو پر سيمو کېمياوي وسلې کارولي او يو شمېر کسان په کې مړه شوې دي.

د سوريې حکومت دغه تورونه رد کړې دي.

د سوريې د کېمياوي وسلو پر پلټلو وروسته له هغه د روسيې او امريکا ترمنځ موافقه وشوه، چې واشنګټن پر سوريې د زور کارولو ګواښ وکړ.

د څار ډله وايي د کېمياوي وسلو د جوړولو وسايل له کاره لوېدلي او سوريه د ۲۰۱۴ کال تر نيمايي وخت لري، چې پخپله کېمیاوي وسلې وېجاړې کړي.

باور دا دی چې سوريه د سارين ګازو په ګډون ۱۰۰۰ ټنه مهمات لري، چې د کېمياوي وسلو د جوړولو په لسګونه ځايونو کې ځای پر ځای شوې دي.

د کېمياوي وسلو د مخنيوي ادارې يوې سرچينې د فرانسې خبري اژانس ته ويلي چې: "سوريې د خپلو کېمياوي وسلو د توليد او نصبولو ټولې چارې په بشپړ ډول غير فعالې کړې دي".

د هغو اسنادو له مخې چې د رويترز خبري اژانس ته رسېدلي، د کېمياوي وسلو د مخنيوي ادارې ډلو په سوريه کې د کېمياوي وسلو د ۲۳ ځايونو له جملې ۲۱ هغه يې کتلې دي.

په دغو اسنادو کې ويل شوي، هغه دوه ځايونه چې پاتې دي کتل يې ډېر خطرناکه دي، خو وسایل يې لا له وړاندې د کېمياوي وسلو جوړولو نورو ځايونو ته لېږدول شوي دي.

امريکا وايي د پلازمېنې دمشق په څنډو کې له ۱۴۰۰ زيات کسان د اګست پر ۲۱مه د کېمياوي وسلو په يوه بريد کې وژل شوي دي.

خو سوريه او روسيه په دې باور دي، چې د دغه بريد مسوولين ياغي ډلې دي.

ورته مطالب