د سوريې کيمياوي وسلې او د لانجې پيل

Image caption د کیمیاوي وسلو یوهّ ویجاړونکي برید سلګونه، ښايي تر زرو ډېر کسان ووژل

په سوریه کې د ملګرو ملتونو وسله څارونکو د کیمیاوي وسلو جوړولو ټول تاسیسات په خپل وخت ویجاړ کړي دي.

دوی وایي په دې قانع دي چې تر یوه کلن کار وروسته یې په سوریه کې د کمیاوی وسلو د جوړولو، ګډولو او ډک کولو وسایل او آسانتياوې له منځه وړي دي.

د کیماوي وسلو د پراختيا د مخنيوي سازمان وایي اوس سوریې د ګڼ وژنې وسلو خپل ټول ۲۳ تاسیسات ویجاړ کړي دي.

د پېښو دا لړۍ هغه مهال پيل شوه چې تېر اگست د دمشق په لمنو کې د کیمیاوي وسلو یوهّ ویجاړونکي برید سلګونه، ښايي تر زرو ډېر کسان ووژل ، او په ټوله نړۍ کې سخت قهر راوپاروهّ.

د څه مودې لپاره داسې ښکارېده چې متحده ایالتونه ځوابی برید ته نژدې و.

خو وروسته روسيې او متحده ایالاتو په ژنيو کې څو ورځې سخت بحثونه وکړل او ناندرۍ یې ووهلې چې د سوریې کیمیاوي وسلې څنګه له منځه یوړل شي. په څو اوونیو کې د دوی تر منځ شوې معامله د ملګرو ملتو له خوا تصویب شوه او د کمیاوي وسلو پلټونکو خپل کار پیل کړ. دوی مهال وېش ډېر لنډ او تنګ و. د ملګرو ملتو د پلټونکو د ماموریت لومړی پړاو دا و چې د سوریې د کمییاوي وسلو ټول اعلان شوي ځایونه وپلټي. ټول څه باندې شل ځایونه، چې ځينې پکې ګرځنده و. ورپسې ډېر ژر دویم پړاو پیل شو. په دې کې د ټولو هغو وسایلو ورانول شامل و چې د کیمیاوي وسلو په جوړلولو کې کارول کېدهّ. ټاکل شوې وه چې دواړه دغه پړاوونه د نوامبر تر میاشتې بشپړ شي. دا ضرب الاجل پوره شو.

په خپله وروستۍ وینا کې د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان ویلي چې دا خبره یې تایید کړې او لیدلي یې دي چې د سوریې د کمیاوي وسلو د تولید او ګډولو او ډکولو ټول وسایل یې له منځه وړل شوي دي.

په دې کې ټول ټال ۴۱ تاسیسات او ۲۳ بېلابېل ځایونه شامل دي. پلټونکي دوو ځایونه ته د امنیتي دلایلو له مخې ورتللی نه شوای، خو دغه ځایونه اوس خوشې پرېښوول شوي اعلان شوي دي او د هغو ځایونو مواد د ورانولو لپاره نورو ځایو ته لېږدول شوي دي.

د کمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان مشر وايي د خپل کارکوونکو مېړانې او زړورتیا ته سلام کوي چې د دغه سخت ماموریت په ترسره کولو کې ښکاره کړې ده.

د سوریې حکومت لاهم دا نه مني چې کیمیاوي وسلې یې کارولې دي. خو وايي چمتو دی چې له منځه یې یوسي.

د سوريې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر فیصل مېکداد وايي کیمیاوي وسلو د مخنیوي له سازمان سره همکاري کوي او حکومت یې هڅه کوي چې منځنی ختیځ له کمیاوي وسلو خلاص شي.

داسې برېښي چې پلټونکي تر دې دمه پر خپل پرمختګ خوښ وي. خو ډېرې ستونزې لا مخې ته پرتې دي.

په راتلونکو دوو اوونیو کې د سوریې د کیمیاوي وسلو د زېرمو د له منځه وړلو یو پلان باید جوړ شي.

څه باندې زر ټنه کیماوي مواد لاهم باید لرې او له منځه وېوړل شي.

د پلټونکو ډله د راتلونکي کال تر نیمايي پورې وخت لري چې خپل کار پایته ورسوي.

ورته مطالب