جواد ظريف سوريه کې له پوځي مداخلې انکار کوي

د ايران د بهرنیو چارو وزير محمد جواد ظريف ويلي دي، چې ايران په سوريه کې پوځي مداخله نه کوي.

ښاغلي ظريف چې جنوبي افريقا ته سفر کړی، په یوه خبري کنفرانس کې، په سوريه کې د ايراني پوځيانو د حضور په اړه د خپرو شويو فلمونو په تړاو د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، ايران له سوريې سره يوازې سیاسي اړيکې لري.

Image caption ايران سوريې ته یوازې پوځي سلا مشورې ورکوي

د بي سي سي فارسي "په سوريه کې د ايران پټ جنګ" مستند فلم کې چې د چارشنبې په ورځ خپور شو د سوريې په حلب کې د ايراني پوځيانو حضور وښود.

په دغه مستند کې ښکاري چې د ايران د سپاه پاسداران قومندانان په حلب ښار کې حضور لري او د بشار الاسد ملاتړو ځواکونو ته روزنه ورکوي او په پوځي عملياتو کې ورسره ونډه اخلي.

ايران بيا بيا په سوريه کې له پوځي حضور نه انکار کړی او ويلي يې دي چې د بشار الاسد له حکومت سره د مرستې لپاره یوازې پوځي سلا مشورې ورکوي.

"په سوريه کې د ايران پټ جنګ" دغه مستند د هغو تصويرونو پر مټ چې د حلب په سويل کې د ايران د سپاه پاسداران سره د تصوير اخيستونکي له لوري ثبت شوي ښيي، چې ايران د سوريې په جګړه کې ښکېل شوی او له مخالفينو سره د جګړې لومړۍ کرښې ته، سرتېري استوي".

په دغه فلم کې ښوول کېږي، چې په سوريه کې د ايران ساخت وسلې هم کمې نه دي.

د حلب د جنوب په جګړه کې چې څو مياشتې د 'مرغداري' په سيمه کې ونښته، ياغيانو څو ايرانيان ووژل او د ايراني عکاس کامره يې هم ترلاسه کړ.

یاغيانو دغه فلم په سوريه کې د ايران د پوځي حضور د ثبوت په توګه رسنيو په ځانګړي ډول بي بي بي سي ته وښود.

تر دې وړاندې هم څو ځله په سوريه کې د ايراني پوځيانو او وسلو د شتون په اړه راپورونه ورکړای شوي و، خو ايران هر وارې دا تورونه رد کړي دي.

ورته مطالب