کېري: د امريکا څارګرې ادارې له 'حده تېری' کړی

Image caption ښاغلي کیري دغه راز د څارګرۍ پر ډېرولو هم ټینګار کړی دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ویلي، په ځینو قضیو کې د امریکا څارګرې ادارې له حده تېری کړی دی.

ښاغلي کېري ويلي، دی له ولسمشر اوباما سره په دې اړه ګډه کار کوي، چې د امریکا د ملي امنیت ادارې له خوا تر سره شوي نامناسب کارونه په راتلونکي کې بیا تکرار نه شي.

ښاغلی کیري د اوباما په اداره کې تر ټولو لوړپوړی چارواکی دی، چې د جاسوسۍ د دغې لانجې په اړه یې څرګندونې کړې دي.

د دغې شکمنې څارګرۍ په اړه د امریکا او د دغه هېواد د یو شمېر اروپايي متحدینو تر منځ ناندرۍ راپورته شوې دي.

خو ښاغلي کیري د څارګرۍ پر ډېرولو هم ټینګار کړی دی.

د نوموړي په خبره له دې لارې الوتکې له غورځول کېدو، ودانۍ له چاودنو او خلک له وژل کېدو ژغورل کېدای شي.

په پټه د خبرو د اورېدو لانجه وروسته له هغه راپورته شوه، چې د امريکا يوه استخباراتي قراردادي مامور دا افشا کړه، چې امريکايي استخبارات د نړۍ د مشرانو خبرې په پټه اوري.

د لويديځو رسنيو په راپورونو کې ويل شوي، چې د امريکا استخباراتي ادارې د فرانسې، جرمني، مکسيکو د اوسنيو او پخوانيو مشرانو خبرې په پټه اورېدلي دي.

دغو افشا ګريو د فرانسې او جرمني له غوصې ډک غبرګون له ځانه سره درلوده او دواړو هېوادونو د امريکا سفيران د توضيحاتو لپاره احضار کړل.

د جرمني يوې ورځپاڼې د اډوارډ سنوډن د مالوماتو له مخې ليکلي، چې له ۲۰۰۲ کال راهيسې د امريکا څارګرې ادارې د جرمني د چانسلرې انګېلا مېرکل خبرې اورېدلې دي.

د امريکا استخباراتي ادارې په پټه د دغو ټيليفوني مکالمو له اورېدلو دفاع کوي.

ورته مطالب