جرمني: غواړو اېډورد سنوډن سره خبرې وکړو

Image caption د جرمني د کورنيو چارو وزير: اېډورد سنوډن چې مونږ ته هر ډول مالومات راکوي مونږ يې هرکلى کوو

د جرمني د کورنيو چارو وزير وايي د امريکايانو له لوري د انگلا مرکل د ټيليفوني خبرو اترو د اورېدو په تړاو غواړي له پخواني امريکايي استخباراتي څېړنکي اېډورډ سنوډن سره خبرې وکړي.

د جرمني حکومت د دې غوښتنې پرمهال ويلي دي چې په پټه د آغلې مرکل د ټيليفوني مکالمو د اورېدو په تړاو هر راز مالومات به ډير گټور پرېوځي.

د جرمني د کورنيو چارو وزير هينس پيټر فيډريک وويل اېډورد سنوډن چې مونږ ته هرډول مالومات راکوي مونږ يې هرکلى کوو

"که پيغام دا وي چې ښاغلى سنوډن مونږ ته مالومات راکوي، نو مونږ يې هرکلى کوو. هر ډول سپيناوى او مالومات چې زمونږ گوتو ته راځي هغه به ښۀ وي"

Image caption وړاندې, د جرمني د پارلمان غړي هينس کرسټين سټروبل په روسيه کې له ښاغلي سنوډن سره ليدلي وو

په روسيه کې د ښاغلي سنوډن مدافع وکيل بيا ويلي چې موکل يې نه شي کولى جرمني ته ور شي، خو دې ته چمتو دى چې په پلټنو کې د مرستې لپاره له مسکو نه شهادت ورکړي.

"ترکومه چې جرمني ته تگ پورې اړه لري دا شونې نه ده، ځکه چې هغه ( اېډورد سنوډن) د روسيې له پولو د اوښتو حق نلري. که چيرې هغه له روسيې ووځي نو خپله موقتي سياسي پناه له لاسه ورکوي، نو له نړيوال قانون سره سم هغه له روسيې نه شهادت ورکولى شي. په دې اړه به پرېکړه د جرمني چارواکي کوي."

له دې نه وړاندې د جرمني د پارلمان غړي هينس کرسټين سټروبل په روسيه کې له ښاغلي سنوډن سره ليدلي وو هغه ويلي وو چې ښاغلى سنوډن جرمني ته تللو لپاره چمتو دى خو په دې شرط چې امريکا ته د نه سپارلو تضمين ورته ورکړل شي.

ورته مطالب