د ډرون برید په اړه د پاکستان قهرجن غبرګون

د پاکستان د کورنيوچارو وزير چودري نثار علي خان د امریکا بې پیلوټه الوتکې برید په اړه قهرجن غبرگون ښوولى او ويلي دي چې د حکيم الله مسعود وژنې له اورپکو سره د سولې د خبرو په تړاو حکومتي هڅې گډوډې کړې.

ښاغلي خان وايي د حکیم الله مسعود وژنه "د یوه کس وژنه نه ده، دا په ټوله کې د سولې د پروسې وژنه ده".

د کورنیو چارو وزیر وویل اټکل کېده چې نن شنبه د نومبر دویمه يو حکومتي پلاوى شمالي وزيرستان ته سفر وکړي او د طالبانو له مشر سره وگوري.

په همدې حال کې د پاکستان يو شمير نورو سياسي مشرانو افغانستان کې د ناتو ځواکونو د اکمالاتي لارې د بندولو له لارې د غچ اخيستنې غوښتنه کړې ده.

د پاکستان امنيتي ځواکونه له هغه وروسته چې د پاکستاني طالبانو مشر حکيم الله مسعود د امريکا د بي پيلوټه الوتکې په يوه شکمن بريد کې ووژل شو د تيارسی حالت کې راوستل شوي دي.

بل لورته ځینو رسنیو ویلي چې پاکستاني طالبانو د ځای ناستي ټاکلو لپاره غونډه پیل کړې او ګمان کېږي چې خان سيد سجنا به د خپل نوي مشر په توگه غوره کړي.

غبرګون

له برید نه څو ساعتونه وروسته سپینې ماڼۍ وویل که د حکیم الله مسعود د وژنې خبر سم وي نو دغې سخت دریځې ډلې ژور ګوزار خوړلی.

افغانستان کې د سولې عالي شورا د دې هېواد پر حالاتو او له افغان طالبانو سره د سولې خبرو پر بهير د پاکستاني طالبانو د مشر حکيم الله مسعود وژل کېدل اغيز کم ارزښته بللى دى. دا ځکه چې د دغې شورا وياند مولوى شهزاده شاهد وايي له افغان طالبانو سره د سولې د هڅو په لړ کې يې هيڅکله هم د پاکستاني طالبانو سره اړيکې نه دي نيولي. د افغان طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له لوري رسنيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې د پاکستاني طالبانو د مشر حکيم الله مسعود وژل کېدل يوه لويه ضايعه بلل شوې او د هغه وژنه يې غندلې ده.

حکیم الله مسعود

د طالبانو دغه مشر، حکيم الله مسعود چې عمر یې تر ۳۰ کلونو پورته ګڼل شوی،‌ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۷ کال د طالبانو پرضد د پاکستاني پوځ د عملیاتو پرمهال راپورته شو.

هغه مهال نوموړی د اورپکو په ډله کې هم یو مطرح جنګي قومندان و،‌ چې په وروستیو کلونو کې یې د پاکستاني حکومت پرضد جګړه کې زرګونه کسان وژلي دي.

حکیم الله مسعود د پاکستاني طالبانو د مخکني مشر بیت الله مسعود تر وژل کېدا وروسته د دغې ډلې مشر وټاکل شو.

حکیم الله مسعود د روان ۲۰۱۳ کال مې کې د ولي الرحمن تر وژل کېدا وروسته،‌ د پاکستاني طالبانو دویم جګپوړی مشر دی،‌ چې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل کېږي.

ولي الرحمن هم په تېره مې کې د امریکا څارګرو الوتکو وواژه.‌

‌حکیم الله مسعود تر ډېره د ډیورنډ کرښې ته څېرمه په قبایلي سیمو کې فعالیت کاوه،‌ چې تر ۳۰ د ډېرو جنګي ډلو مشري یې کوله.

امریکا د حکیم الله مسعود پر وژنې پنځه میلیونه ډالره انعام اعلان کړی و.‌

حکیم الله مسعود له رسنیو ځان پټ نه ساته،‌ بلکې له افغان پولې سره نژدې یې په تېر اکتوبر کې له بي بي سي سره یوه مرکه هم کړې وه.

نوموړي پخپله مرکه کې ویلي وو، چې له اسمانه د امریکايي بریدونو هېڅ پروا نه لري.

حکیم الله مسعود د طالبانو په منځ کې یو پیاوړی،‌سخت دریځی او د درناوي وړ مشر و،‌ چې د ځینو رپوټونو له مخې به یې هره ورځ له قبایلي غړو سره ناستې لرلې.

ورته مطالب