د فرانسې دوه يرغمل شوي خبريالان وژل شوي دي

Image caption سږ کال تر اوسه په نړۍ کې ۴۲ خبريالان وژل شوي دي

د فرانسې د نړیوالې راډيو دوه خبريالان د افريقايي هېواد مالي په شمالي ښار کدال کې تر يرغمل کېدو وروسته، وژل شوي دي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د دوو خبريالانو، کلود ورلون او ګشلين ډوپنټ وژنه د کرکې وړ عمل بللی دی.

دواړه ژورنالستان پر داسې مهال وژل شوي چې څو ورځې وړاندې د ګاونډي هېواد نايجر نه د څلورو فرانسوي اتباعو د خوشې کېدو په تړاو خوښي وشوې.

د فرانسې نړيوالې راډيو دواړه خبريالان په کدال کې د بيلتونپالو له يوه ځايي مشر سره له مرکې کولو وروسته، يرغمل شول.

د فرانسې د وسله وال ځواک يوه وياند جنرال ګيلز په وينا د دواړو خبريالانو جسدونه د کدال په ختيځ لس کيلومترۍ کې موندل شوي.

خو ښاغلی ګيلز وايي تر اوسه معلومه نه ده، چې تښتوونکي څوک دي.

هغه ادارې چې د ژورنالستانو د خونديتوب لپاره کار کوي وايي، سږ کال ۴۲ خبريالان تر اوسه وژل شوي دي.

دغه اداره وايي له ۱۹۹۲ کال راپدېخوا تر اوسه د وژل شويو خبريالانو شمېر ۱۰۰۹ ته رسېدلی دی.

فرانسې په مالي کې د ياغيانو د پرمختګ د مخنيوي لپاره د روان ميلادي کال په لومړيو کې پوځي مداخله وکړه.

اوس هم د فرانسې ۲۰۰۰ سرتېري په مالي کې شته، چې د کال تر پايه به يې شمېره ۱۰۰۰ ته راښکته شي.

ورته مطالب