چین کې چاودنې ۱۱ کسان وژلي

Image caption د چین اورلوبو فابریکه کې د ژغورنې ډېرې اسانتیاوې نه شته، چې په وروستیو کلونو کې يې له کبله مرګونې پېښې رامنځ ته شوې دي.

چینايي رسنیو ویلي، د دغه هېواد سوېلي ښار ګوانګچي د اورلوبو سامان جوړونې په یوه فابریکه کې چاودنې لږترلږه ۱۱ کسان وژلي او ۱۷ نور یې ټپیان کړي دي.

دغه چاودنه د تېرې جمعې ورځې ماسپښین شوی دی.

د چینخبري اژانش شینخوا ویلي، تر چاودنې وروسته دوه سوداګر نیول شوي.

د چین اورلوبو فابریکه کې د ژغورنې ډېرې اسانتیاوې نه شته، چې په وروستیو کلونو کې يې له کبله مرګونې پېښې رامنځ ته شوې دي.

په تېره فبرورۍ کې د چین مرکزي هېنن ښار کې یوه لارۍ، چې د اورلوبو توکي يې لېږدول، پر یوه پله وچاودېده، چې له کبله يې لږترلږه پنځه کسان ووژل شول او د سړک د یوې برخې د ویجاړېدو لامل شوه.

د ۲۰۱۰ کال فبرورۍ ، یوې چاودنې لږترلږه ۱۹ کسان د سوېلي ښار ګوانګډونګ کې کې ووژل شول، او بیا وروسته د همدې کال په اګست کې د چین هیلونګجیانګ ولایت یچين ښار کې یوې بلې چاودنې هم ۱۹ کسان ووژل.

شینخوا وايي، د تېرې جمعې ورځې د چاودنې لامل لا نه دی روښانه شوی.

ورته مطالب