استراليا د ارزگان خپل ياد څلى ويجاړوي

استراليايي سفير په ارزگان کې
Image caption د استراليا سفير تېره مياشت په ترين کوټ کې د خپلو وژل شويو سرتيرو پر ياد څلي د گلانو گېډۍ کېښوده

د استراليا د دفاع وزارت وايي په ترين کوټ کې د خپلو وژل شويو سرتيرو لپاره د ياد څلي د ويجاړولو پلان يې د قرباني شويو عسکرو کورنيو تاييد کړى دى.

داسې رپوټونه و چې ښايي دغه څلى له ترين کوټه استراليا ته ولېږدول شي خو اوس ويل شوي چې ځاى پر ځاى به يې ويجاړوي.

د ايسوسيټيډ پريس خبري اژانس د جنرال ديويد هارلي له خولې ليکلي چې دا موضوع يې له هغو ٥٧ کورنيو غړو سره ياده کړې چې تېره شنبه ( د نومبر دويمه) ترين کوټ ته ورغلي وو او په ځانگړو مراسمو کې يې برخه اخيستې وه.

د ترين کوټ ياد څلى له کانکرېټي دېوالونو جوړ شوى دى چې هر يو يې پنځه ټنه وزن لري.

پر دغو څليو د هغو ٤٠ استراليايي سرتيرو نومونه ليکل شوي دي چې په افغانستان کې وژل شوي وو.

دغه راز د ٧٤ نورو امريکايي، هالنډي او فرانسوي عسکرو نومونه هم پرې شته چې په ارزگان کې يې ژوند له لاسه ورکړ.

د استراليا د دفاع وزارت وايي د روان ميلادي کال په پاى کې د ارزگان د پرېښودلو پر وخت به دغه ياد څلى ويجاړوي.

خو يوۀ مخکيني استراليايي عسکر له دې کار سره مخالفت ښوولى دى.

دغه عسکر د وېبپاڼو له لارې د دغه څلي د ساتلو کار پيل کړى او تر اوسه يې د ١٠ زرو ملاتړو لاسليکونه ورته ټول کړي دي.

خو استراليايي جنرال هارلي په يوه خبر پاڼه کې وويل چې په دې موضوع يې د قربانيانو له کورنيو سره خبرې کړي دي.

" له دې څلي سره په تړاو ټولو مسايلو ته په پام سره په ځانگړي ډول دا چې يوازې د استراليايي سرتيرو لپاره نه دى، د قرباني شويو سرتېرو کورنيو خپل نظر ورکړ او دا پلان يې ومانه چې دغه څلى ويجاړ شي."

جنرال هارلي وويل چې دا ويجاړونه به د ده په وينا په بشپړ درناوي ترسره کېږي او د دې دېوال تاريخي ريکارډ به خوندي ساتل کېږي.

استراليايي ځواکونو په دې وروستيو کې په ارزگان کې د ولايتي بيا رغاونې چارې ختمې کړې.

دوى وايي چې له ارزگان سره به د بيا رغاونې په برخه کې او له افغان امنيتي ځواکونو سره خپلو مرستو ته لا هم دوام ورکوي.

ورته مطالب