کیري: زموږ عرب ملګري په نښه کول نه شو زغملی

جان کیري سعودي کې
Image caption جان کیري د تېرې یکشنبې پر ماښام د سعودي عربستان ریاض ته ورسېد.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د مصر له قاهرې سعودي عربستان ته د تېرې یکشنبې پر ماښام ورسېد.

نوموړي ویلي، چې امریکا به په سعودي عربستان، اماراتو، مصر، اردن او قطر کې د امریکا پر ملګرو بریدونو ته اجازه ورنه کړي.

د نوموړي له دې خبرې څرګنده اشاره "ایران" ته وه.

دغه امریکايي جګپوړي چارواکي منلې ده، چې د امریکا او عربي ملګرو هېوادونو ترمنځ اختلافات شته، خو ټینګار يې دا دی چې دواړه مشترک اهداف لري.

کیري وویل، سعودي عربستان او د خلیج نور هېوادونه د امریکا پر ملاتړ تکیه او باور کولی شي.

په قاهره کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خبریالانو ته وویل: "پر امریکا ملګري هېوادونه اعتماد کولی شي. هېڅ هېواد ته به پر خپل ملګري د برید اجازه ورنه کړو، بلکې موږ به يې تر څنګ ودرېږو".

کیري سعودي عربستان، قطر، امارات، اردن او مصر د امریکا ملګري وبلل، خو د نورو عرب خلیجي هېوادونو نومونه يې یاد نه کړل.

د ایران "ناسم نیت"

خو د هغه له خبرو څرګنده اشاره اسراییلو ته هم وه، چې په سیمه کې د امریکا لوی ملګری ګڼل کیږي.

دغه یاد شوي ټول هېوادونه په سوریه کې د روانې جګړې د پایته رسېدو هڅې کوي، خو ترڅنګ يې په سیمه کې د ایران له "ناسم نیت" هم وېره او اندېښنه لري.

کیري د تېرې یکشنبې په وروستیو کې ریاض کې د سعودي د بهرنیو چارو له وزیر سعود الفیصل سره خبري وکړې.

نوموړی به د دوشنبې پر ورڅ له سعودي پاچا دویم عبدالله سره هم وګوري.

کیري ومنله، چې د سوريې د روان کړکېچ او ایران په باب د امریکا او خلیجي هېوادونو ترمنځ اختلافات شته، خو وویل چې دا اختلافات کوچني دي.

هغه زیاته کړه چې ځينې عربي هېوادونه "د امریکا له تاکتیکونو سره اختلاف لري، په تېره بیا د سوريې د کړکېچ په باب".

"شاید د سیاست یا تکتیک په اړه اختلاف ولرو، د بېلګې په توګه، د سيمې داسې هیوادونه شته، چې له امریکا د سوريې په اړه ګام پورته کړي، خو زموږ کار بل ډول دی".

کیري وویل، د امریکا متحده ایالتونه به ایران ته هېڅکله د اتومي وسلو لرلو اجازه ورنه کړي، خو زیاتوي چې امریکايي اداره پر تهران د نویو بندیزونو د ځنډولو په اړه د کانګریس پر قانع کولو بوخته ده، چې په دې سره له ایران سره د خبرو زمینه لا ډېرېدلی شي.

اټکل دی، چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ ژنیوا کې د ایران او د امنیت شورا د غړو هېوادونو او جرمني ترمنځ د اټومي پروګرام په اړه د خبرو نوی پړاو پیل شي.

ورته مطالب