سعودي عربستان غیرقانوني بهرني کارګران شړي

Image caption سعودي عربستان د سږ کال په لومړیو کې میلیونونو بهرنیو ځایي کار کوونکو ته د زیاتو حقونو د ورکولو نوي اصول وضع کړل.

د سعودي عربستان حکومت ویلي، امنیتي ځواکونه به یې نن په ټول هېواد کې د ناقانونه کډوالو کارګرو او د هغوی د ګومارونکو د ویستلو په موخه عملیات پیل کړي.

دغو کارګرو ته د کار د نوي قانون له پاس کېدو وروسته ورکړل شوی مهلت پای ته رسېدلی دی.

په سعودي عربستان کې کابو اته میلیونه بهرنیان کار کوي، چې ډېری یې اسیایان دي.

په نوي قانون کې دغه په تېلو بډای هېواد هڅه کړې، چې پر بهرنیو کارګرو خپله اتکا کمه کړي.

دغه هېواد په عربي نړۍ کې تر ټولو پیاوړی اقتصاد لري، خو د هېواد د اصلي اوسېدونکو تر منځ یې د بې روزګارۍ کچه هم زیاته ده.

سعودي عربستان د سږ کال په لومړیو کې میلیونونو بهرنیو ځایي کار کوونکو ته د زیاتو حقونو د ورکولو نوي اصول وضع کړل.

په بي بي سي کې د عربي چارو مدیر سیبستان اوشر خپل رپوټ کې هغه مهال ویلي و، چې په سعودي عربستان کې د کور د مېرمنې په توګه د بهرنیو ښځو برخلیک له ډېرو کلونو راهیسې د بشري حقونو لپاره د اندېښنې وړ دی.

دوی د کار ورکوونکو لخوا ځورول کېږي، فزیکي او جنسي زور زیاتی ورسره کېږي.

خو ډېرې ښځې سخت کار کوي، لږه تنخوا ورکوله کېږي او کم درنښت یې کېږي.

د سږ کال په اپریل کې د سعودي عربستان پاچا عبدالله په هغه هېواد کې مېشتو بهرنیو کارګرانو ته د ستونزو د حل لپاره درې مياشتې وخت ورکړ.

د پاچا له خوا دغه امر داسې مهال وشو، چې د سعودي پولیسو له خوا د بهر نيو سلګونو زرو کارګرانو د نيولو او اړوند هېوادونو ته یې د شړلو لړۍ روانه وه.

سعودي حکومت چې غواړي په بهرنيو کارګرانو خپله اتکا کمه کړي، د بهر نيو کارګرانو په اړه يې، نوي قوانين معرفي کړي.

ورته مطالب