ایران وايي، پاکستان ته ۲ میلیارد ډالر نه ورکوي

Image caption اسلام اباد هوډ کړی، چې د ایراني غاز په برکت د خپلې برېښنا له لارې تولیدات ۲۰٪ ډېر کړي.

ایران وايي، اسلام اباد ته به د غازو د نل لیکې غځولو مقابل کې هغه دوه میلیارد ډالر ورنه کړي، چې د ۲۰۱۴ کال ترپایه به ګټې اخیستې ته چمتو شي.

د ایران "فارس" خبري اژانس د تېلو مرستیال وزیر علي ماجدي له قوله ویلي چې "پاکستاني غاړه کې د غازو د نل لیکې غځونې مقابل کې پاکستان ته د دوو میلیارد ډالرو ورکولو پر ژمنې ولاړ یو".

دی زیاتوي، چې پاکستان د ایران غازو ته اړتیا لري، همدا ده چې د دغې پروژې چارې باید ګړندۍ کړي.

دغه پروژه په ۲۰۰۹ کال پیل شوې ده، چې اوس پاکستان کې د مالي ملاتړ له ستونزې سره مخامخ ده.

د تېرې میاشتې لومړيو کې پاکستان له ایرانه د دغې نل لیکې غځولو لپاره دوه میلیارد ډالر غوښتي وو، چې "پاکستان ته د ایراني غازو د نل لیکې تېرولو ته ډېر هیله من نه دی".

هغه دا هم ویلي چې پاکستان باید پر دغه قراردا د ژمنې نه پوره کولو مقابل کې غرامت ورکړي.

د دغې نل لیکې غځول داسې مهال پیل شوي، چې پر اسلام اباد د امریکا ډېر فشارونه وو، ځکه چې امریکا غوښتل چې اسلام اباد د واشنګټن له سیاسي ستر مخالف تهران سره دا ډول سوداګریزه معامله ونه شي.

خو پاکستان د نل لیکې هغې ۷۸۰ کیلومتره برخې، چارې نه دي پيل کړې، چې باید تر ځمکې لاندې يې وغځوي.

د دغې پروژې په مخ کې د خنډونو لیرې کولو لپاره، ایران بیا هم د پنځو میلیونو ډالرو ورکولو لپاره چمتووالی نیولی.

د دغې نل لیکې اوږدوالی ۱۸۰۰ کیلومتره دی، چې د ایران د فارس سمندر سوېل کې د کراچۍ شمالي ځنډو ته غځول کېږي.

Image caption دغه پروژه په ۲۰۰۹ کال پیل شوې ده، چې اوس پاکستان کې د مالي ملاتړ له ستونزې سره مخامخ ده.

د پروژې د قرارداد له مخې، ایران ته دا اجازه ورکول شوې، چې د ۲۰۱۴ له دسمبره هره ورځ ۲۱ میلیون متر مکعب غاز پاکستان ته ورکړي.

اسلام اباد هوډ کړی، چې د ایراني غاز په برکت د خپلې برېښنا له لارې تولیدات ۲۰٪ ډېر کړي.

ایران په نړۍ کې د ډېر غاز لرونکو هېوادونو په دویم کتار کې راځي، چې د خپلو اړتیاوو پوره کولو سربېره يې نورو هېوادونو ته هم صادروي.

خو په عین حال کې د امریکا د اقتصادي بندیزونو له کبله د ایران ولس له لویو ستونزو سره مخامخ دی، په تېره بیا د تېلو بندیز یې اقتصاد ته لوی ګوزار ورکړی دی.

پر ایراني تېلو د بندیز له کبله له ۲۰۱۲ راهیسې د تهران د خامو تېلو د صادراتو کچه نیمايي ته راټيټه شوې ده.

ورته مطالب