م.م: څو میلیونه نور سوري وګړي مرستې غواړي

سوریه
Image caption له سپتمبر راهیسې د اړمنو کسانو شمېر کې ۳۰٪ ډېروالی راغلی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان ویلي، چې لاهم په سوریه کې ۹،۳ میلیون وګړي- یا ۴۰٪ نفوس- په دغه هېواد کې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

ددغه سازمان مشرې ولیري اموس ویلي، دا شمېره مخکې ۲،۵ میلیون وه، چې بیا وروسته ۶،۸ میلیون ته وختله، خو په روان سپتمبر کې دغه شمېره ۹،۳ میلیونو ته پورته شوې ده.

اغلې اموس د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي، د سوريې کړکېچ "اوس تر ټولو ناوړه او نه ختمېدونکي وضعیت" ته رسېدلی دی.

پر همدې مهال، د ملګرو ملتونو – عربي ټولنې استازی اخضر ابراهیمي له امریکا او روسيې سره د سوريې د روان کړکېچ وتلو لپاره خبرو ته چمتووالی نیسي.

په ژنیوا کې به ښاغلی ابراهیمي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له استازو او د سوريې له ګاونډيانو سره هم د روانې میاشتې په وروستیو کې یو کنفرانس ولري.

د سوريې حکومت او مخالفین یې لاهم پر دې نه دي سلا شوي، چې رسمي خبرې به څرنګه وي.

مخالفین له ولسمشر بشارالاسد غواړي، چې استعفا وکړي، خو دمشق وايي، دوی له خبرو مخکې شرطونه نه مني.

د ګوزڼ واکسین

پرهمدې مهال، دمشق ویلي، چې په ملي کچه يې د سوريې هر ماشوم ته د ګوزڼ ضد، شیري او ټنډغومبوري ناروغیو پرضد د واکسین کمپاین پیل کړی دی.

دوی وايي، هڅه يې دا ده چې دغه کمپاین ان د مخالفینو تر کنټرول لاندې سیمو کې هم ترسره کړي.

دا ګام وروسته تر هغه اخیستل شوی، چې له ۱‍۴ کلونو راهیسې په هېواد کې د ګوزن پېښې وموندل شوې.

اموس وايي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا "باید پر حکومت او مخالفو ډلو خپل ټول فشار راوړي"، چې د بشري حقونو کارکوونکو ته په خطرناکو سیمو کې د کار کولو فرصت ورکړي.

ملګري ملتونه وايي، د اړمنو کسانو تر نیمايي ډېر يې د سوريې د شخړې او بې وزلۍ له کبله له سوريې نه دي وتلي، له ټول ټال ۶،۵ میلیون وګړو تر ۴،۲۵ میلیونو پورې په کور د ننه یوازې په تېر جون کې بې ځایه شوي دي.

تېره میاشت، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د "تېزې ویجاړۍ" خبرداری ورکړی و، چې ګني په سوریه کې بشري وضعیت ډېر ناوړه دی.

دغه خبرداری په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د ویجاړولو له پرېکړې وروسته ورکړل شوی.

ملګري ملتونه وايي، د ټول ټال ۲۳ میلیون سوري وګړو له شمېرې د هغو خلکو شمېر یوازې په تېر سپتمبر کې ۶،۸ ته پورته شوی، چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

ملګري ملتونه اټکل کوي، چې تر ۲ میلیون ډېر سوري وګړي له سوريې وتلي دي.

د ۲۰۱۱ کال مارچ کې له کړکېچ پيلېدا راهیسې، له سوريې لبنان، اردن، ترکيې، عراق او مصر ته میلیونونه وګړي کډوال شوي.

تر ۱۰۰۰۰۰ ډېر خلک په روانه جګړه او کړکېچ کې وژل شوي دي.

ورته مطالب