چين کې د کمونست ګوند له دفتره بهر چاودنې شوي

Image caption چارواکي وايي د دغې پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړي دي

د چین حکومتي رسنۍ وايي د تایوان په ښار کې د واکمن کمونست ګوند د دفتر پر وړاندې څو کوچنۍ چاودنې شوې دي.

تايوان د چين د شانشي ولايت مرکزي ښار دی، چې دغه چاودنې په کې شوې دي.

د راپورونو له مخې په دغو چاودنو کې يو کس وژل شوی او اته کسه نور ټپيان شوي دي.

د چين خبري اژانس سينهوا وايي د زياتو ځاني تلفاتو اړولو لپاره په لاس جوړ شويو بمونو کې د بلبرنګ ساچمې ځای پر ځای شوې وې.

ځايي چارواکي وايي د دغې پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړي دي.

عیني شاهدان وايي دوی سهار د ګڼې ګوڼې پر مهال د څو چاودنو غږونه اورېدلي دي.

یو شمېر څېړونکو دغه پېښه د چین په ټولنیزو شبکو کې له ټولنیزو او اقتصادي فشارونو سره تړلې دي.

وړاندې تر دې ناراضي چينايي اتباعو څو ځله پر حکومتي ودانيو او بنسټونو بريدونه کړي او هغه يې په نښه کړي دي.

تېره اوونۍ يو موټر د تیانانمن په ميدان کې د خلکو پر ګڼې ګوڼې ورغی، چې اور يې واخیست.

په دغه پېښه کې د موټر درې سپرلۍ او دوه پياده کسان ووژل شول.

د چين پوليسو د دغو بريدونو په تړاو چې دوی يې (ترهګريز بريد) بولي ۵ کسه نیولي دي.

ورته مطالب