جواد ظريف د بې باورۍ لرې کېدو غوښتنه کړې

Image caption د تهران د اتومي لانجې د غوڅولو لومړۍ ناسته د اکتوبر پر ۲۳مه په جنيوا کې وشوه

د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف د ايران د اتومي پروګرام پر سره د مذاکره کوونکو له پلاوي سره جينوا ته سفر کړی دی.

دا له هغه راهيسې چې حسن روحاني ولسمشر شوی د ايران د اتومي پروګرام پر سر د مذاکره کوونکو دويمه ناسته ده.

د خبرو لومړی پړاو تېره مياشت په جنيوا کې ترسره شو او وروسته له هغه هم د دواړو لوريو پوهانو او استازو غونډې لرلې.

د نن ورځې (پنجشنې، ۷ نومبر) غونډه به د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې د مشرې کاترين آشټون او ښاغلي ظريف له لوري پرانستل شي او د پلاوي له لوري به ادامه ورکړای شي.

نن سهار ميرمن اشټون اعلان وکړ، چې دې او محمد جواد ظريف د تهران د اتومي پروګرام په اړه ابتدايي خبرې کړې دي.

ښاغلي ظریف په خپله فيسبوک پاڼه کې ليکلي: ( لومړنۍ غونډه له ميرمن اشټون سره لرم او وروسته به خبرې اترې پيل شي).

هغه ويلي، له دغې غونډې وروسته به د ايټاليا د بهرنيو چارو له وزير سره د لنډې ليدنې لپاره له جنيوا نه روم ته ولاړ شي، خو د همدې ورځې په وروستيو کې به بېرته جنيوا ته ستون شي.

ستونزمن مذاکرات

د تهران د اتومي لانجې د غوڅولو لومړۍ ناسته د اکتوبر پر ۲۳مه په جنيوا کې وشوه.

د غونډې په پيل کې د ایران د بهرنيو چارو وزيرا خپله پيشنهادي طرحه ګډونوالو ته وړاندې کړه.

تر اوسه د پېشنهاد شوې طرحې جزييات نه دي ډاګيزه شوي او د خبرو دواړو غاړو ويلي، چې اوس يې د افشا کېدو وخت نه دی.

د جنيوا لومړۍ ناسته پر داسې مهال کېږي، چې په وروستيو څو کلونو کې د ايران او ۵+۱ هېوادونو ترمنځ خبرې کومې پايلې ته نه وې رسېدلې.

ورته مطالب