د ټويټر ونډې د بازار پر لومړۍ ورځ لوړې ختلې

Image caption د نيويارک ونډو بازار د ټويټر په لوحو سينګار شوی و

د نيويارک راکړې ورکړې ونډو بازار کې د انټرنېټ ټولنيزې وېبپاڼې ټويټر ونډو پلور د سوداګرۍ لومړيو شېبو کې ۴۵،۱۰ ډالرو ته لوړی شوی دی.

دا په ۲۶ ډالرو د يوې ونډې لومړۍ بيې نه ۷۳ سلنه ټوپ دی، او د دې معنا لري چې دغه شرکت اوس څه د پاسه ۳۱ مليار‌ډ ډالره ارزښت لري.

يو ساعت وروسته له هغه چې د ونډو بازار پرانيستل شو، د شاوخوا ۱۳ مليون ونډو سوداګري وشوه.

له هغه راهيسې چې په ۲۰۱۲ کال فېسبوک ونډو بازار ته مخه کړې، دا د ټکنولوجۍ تر ټولو ستره نومليکنه ده.

د ټويټرسوداګرۍ بهير پيل د نيويارک ونډو بازار کې و، او لکه څنګه چې يې ځينو په لومړيو کې اټکل کړی و، په ټکنولوجۍ شتمن نزډاک راکړې ورکړې بازار کې نه و، چې د فېسبوک په څېر نور هم په کې لېست شوي دي.

دا د نيويارک ونډو بازار لپاره يو ستر بری و، چې بهرنۍ برخه يې د ټويټر په لوحو سينګار کړې وه.

ټويټر څه د پاسه ۲۳۰ مليون کاروونکي لري، خو لا تر اوسه يې دومره ګټه نه ده کړې.

په لېست کې نوې ځای شوي شرکتونه ډېر وخت د سوداګرۍ پر خپله لومړۍ ورځ له هسکو ټيټو سره مخامخ وي.

په څو دقيقو کې د ټويټر د ونډو بيې په چټکۍ څه د پاسه ۸۰ سلنه لوړې شوې، خو بيا د ورځې نيمه کې له خپلې لومړۍ بيې ولوېدې.

کله چې تېر کال فېسبوک د خپلو ونډو پلور په نزداک بازار کې پيل کړ، د هرې يوې بيه يې په لومړيو کې ۳۸ ډالره وه. د ونډو بيې د پلور له لومړيو څه د پاسه ۴۵ ډالرو ته وختې، خو بيا ورسته ولوېدې.

دغه شرکت بيا تاوان د ۲۰۱۳ کال سپتمبر کې جبيره کړ، چې ورسره یې بيه بيا ۴۵ ډالرو ته وخته.

دا چې له ورته برخليک نه د ټويټر ونډو بيې وژغوري، د نيويارک ونډو بازار د اوکتوبر پر ۲۶ مه ازمويښتې راکړې ورکړې وکړې، چې د عادي کچې پرتله يې د ونډو لا ستره ټولګه کارولې وه.

ټويټر ۷۰ مليون ونډې پلوري، چې هيله لري څه د پاسه ۱،۸۲ مليارډ ډالره به پرې وګټي.

دغه شرکت چې خپلو کاروونکو ته په يو وار د ۱۴۰ يا ترې کمو کرېکټرونو ټويټولو اجازه ورکوي، ۲۳۲ مليونه فعال کاروونکي لري، او د سوداګرۍ لومړنيو سندونو له مخې يې کاروونکي د ورځې ۵۰۰ مليون ټويټونه کوي.

له هغه راهيسې چې ټويټر د سوداګرۍ بازار ته د مخې کولو له خپل تکل پرده پورته کړې، د دغه شرکت ګټې وټې تر ژور پام لاندې راغلې، په تېره بيا دا چې لا تراوسه له تاوان سره لاس او ګرېوان دی.

دغه شرکت د ۲۰۱۳ کال لومړيو ۶ مياشتو کې د ۲۵۴ مليون ډالرو پر عايداتو ۶۹ مليون ډالره بايللي دي.

شاوخوا ۸۵ سلنه عايدات پر دغې وېبپاڼې د اعلانونو له لارې تر لاسه کېږي، او څه د پاسه ۷۵ سلنه کاروونکي ټويټر ته له خپلو موبايلونو يا ګرځنډ ټليفونونو ورځي.

ورته مطالب