ملا فضل الله له پاکستان سره د سولې خبرې رد کړې

ملا فضل الله لومړی غچ اخلي بیا سوله کوي

Image caption مولانا فضل الله یو "بې زړه سویه" طالب قومندان ګڼل شوی؛ چې ویل کیږي، جنګیالیو یې په سوات کې د نجونو د زده کړو فعاله ملاله یوسفزۍ ویشتلې ده.

د پاکستاني طالبانو نوي مشر مولانا فضل الله ګواښ کړی، تر هغو به د پاکستان له حکومت سره د سولې خبرې ونه کړي، چې د خپل مخکني مشر د وژلو غچ یې نه وي اخیستی.

د طالبانو یوه ویاند بي بي سي ته ویلي، چې جنګیالي به یې د پاکستان واکمن ګوند او پوځ په نښه کړي.

ملا فضل الله د امریکا بې پیلوټه الوتکې په برید کې د پاکستاني طالبانو د مخکني مشر حکیم الله مسعودتر وژل کېدا شپږ ورځې وروسته د طالبانو مشر وټاکل شو.

مولانا فضل الله یو "بې زړه سویه" طالب قومندان ګڼل شوی؛ چې ویل کیږي، جنګیالیو یې په سوات کې د نجونو د زده کړو فعاله ملاله یوسفزۍ ویشتلې ده.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف په تېره مې کې واک ته له رسېدا وروسته له طالبانو سره د سولې د هڅو پیلولو ژمنه وکړه.

د هغه حکومت مخکې له دې چې حکیم الله مسعود ووژل شي، شمالي وزیرستان ته له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د یوه پلاوي استولو هوډ درلود.

خو مخکې له دې چې دغه پلاوی هلته ورسېږي، یوه ورځ مخکې امریکا حکیم الله مسعود په نښه کړ.

پاکستان د امریکا د ښاغلي مسعود د وژل کېدو په تړاو اسلام اباد کې د امریکا سفیر د توضیحاتو لپاره وروغوښت.

د طالبانو د مشرتابه شورا مشر عصمت الله شاهین بیټاني، چې ملا فضل الله یې ټاکلی، ویلي چې: "موږ به د حکیم الله مسعود د و شهادت غچ ارومرو اخلو".

هغه زیاتوي چې "د پاکستاني حکومت او طالب مشرانو ترمنځ د سولې خبرې د دوښمنانو له لوري یو دام دی، ټول هغه سیاسي ګوندونه چې دولت کې ښکېل دي، زموږ دوښمنان دي".

د طالبانو یوه بل ویاند شاهدالله شاهد د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې "د سولې خبرې هېڅ ان د بحث وړ هم نه دي- دغه حکومت هېڅ قانونیت نه لري، یو ملي خپلواک حکومت نه دی، لاسپوڅی دی، د امریکا لاسپوڅی دی".

نوموړي دا هم ویلي چې "د سولې خبرې د وخت ضایع کول دي".

د حکیم الله مسعود په وژل کېدو د پاکستان د ننه له قهره ډک غبرګونونه راوپارېدل.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چهدري نثار علي خان د امریکا د دغه څارګر برید په اړه وویل چې "نه یوازې د یوه کس د وژلو برید دی، بلکې د سولې ټولې هڅې یې په سیند لاهو کړې".

د پاکستان حکومت لاهم د طالبانو د نوي مشر په اړه تر اوسه هېڅ غبرګون نه دی ښوولی.

ویل کيږي چې د طالبانو د نوي مشر په توګه د مولانا فضل الله تر ټاکل کېدا وروسته، د شمالي وزیرستان د لوی قبایلي ښار میرانشاه شاوخوا سيمو کې د خوښیو ډزې شوې دي.

مولانا فضل الله څوک دی؟

Image caption ملا فضل الله د "نورستان شورا" له ډېر نفوذ لرونکو مشرانو څخه و.

د پاکستاني طالبانو د مشر په توګه د مولانا فضل الله ټاکل د پاکستاني طالبانو لپاره یوه مهمه موضوع وه، چې له پاکستاني حکومت سره د دغې ډلې د سولې پر خبرو او د دغې ډلې پر فعالیتونو ډېر اغېز لرلی شي.

ملا فضل الله چې د "تحریک نفاذ شریعت محمدي" ډلې د مشر صوفي محمد زوم دی، وړاندې د طالبانو کوم نوموتی مشر نه و، خو د خپل خسر صوفي محمد د نشتوالي پرمهال - کله چې هغه بندي و – او له خوشي کېدا لږ موده وروسته بېرته زنداني شو، فضل الله د یوه سیمه ییز طالب مشر په بڼه راڅرګند شو.

صوفي محمد په ۹۰ میلادي لسیزه کې سوات دره کې ډېر فعال و.

نوموړي پر افغانستان د امریکا تر یرغل وروسته افغانستان ته د امریکا د مقابلې لپاره د یوه جګړې د یوې ډلې جوړېدو تابیا ونیوله، خو په پای کې ونیول شو.

په سوات کې له طالبانو او صوفي محمد سره د پاکستاني حکومت د سولې او جوړجاړي هڅو هېڅ نتیجه ورنه کړه، خو نوموړی ونیول شو.

خو زوم یې ملا فضل الله په سوات دره کې خپلې سخت دریځۍ او بریدونو ته دوام ورکړ، او ویل کيږي، چې طالبانو او القاعدې ته یې ځان ډېر نژدې کړی و.

د افغانستان طالبانو ته د ملا فضل الله نژدې کېدل - په تېره بیا د دغه هېواد په ختيځو سرحدي سیمو کې – د افغانستان د سولې پر بهیر ممکنه اغېز لرلای شوای.

ملا فضل الله د یوې ایف ایم راډیو له لارې خپل نظریات او فعالیتونه خپرول، له همدې کبله په "ملا ایف ایم" او یا "ملا رادیو" مشهور شوی و.

طالبانو او القاعدې شبکې ته د هغه نژدې کېدو د فضل الله سخت دریځي لاپسې زیاته کړه.

د ملا فضل الله هڅه دا وه چې د دُرو وهلو په شمول تر خپل نفوذ لاندې سیمه کې شرعي احکام عملي کړي.

خو په ۲۰۰۹ کال د پاکستان پوځ سوات کې پراخ عملیات پیل کړل، چې ملا فضل الله یې تېښتې ته اړ کړ.

د سیمې پرېښودو سره، هغه د افغانستان ختیځ کونړ او نورستان ته وتښتېد خو له خپلې سخت دریځۍ راونه ګرځېد.

ملا فضل الله د "نورستان شورا" له ډېر نفوذ لرونکو مشرانو څخه و.

د ځينو رپوټونو پربنسټ، ظاهراً د ښاغلي فضل الله په امر سوات کې د نجونو پر ښوونځیو بریدونه ډېر شول چې په لړ کې یې پر ملالې یوسفزۍ هم د هغه جنګیالیو برید وکړ.

په ۲۰۰۷ کال د پاکستاني طالبانو له رامنځ ته کېدا راهیسې، دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو مشر د قبایلي مسعودو له قبیلې بهر ټاکل کیږي.

له دې ښکاري، چې د پاکستاني طالبانو مشري له قبایلي سیمو په وتلو ده.

د سوات دره پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه او له قبایلي وزیرستان او مسعودو لیرې سیمه ده.

مولانا فضل الله د پاکستاني طالبانو مشر ټاکل شوی

Image caption مولانا فضل الله چې پخوا په سوات کې د طالبانو مشر و، په توندلارۍ شهرت لري.

د پاکستان طالبانو يوه وياند ويلي د دوی ډلې مولانا فضل الله د خپل نوي مشر په توګه ټاکلی دی.

دی د حکيم الله مسعود پر ځای ټاکلی شوی، چې تېره جمعه د نومبر پر لومړۍ په يو ډرون بريد کې ووژل شو.

مولانا فضل الله په سوات کې د طالبانو مشر و، او په توندلارۍ شهرت لري، چې د راپورنو له مخې ټوپکوالو يې د تېر کال اوکتوبر کې د دغې درې ښوونځي نجلۍ ملاله يوسفزۍ پر سر په ډزو ويشتلې وه.

د امريکا يوې بې پيلوټه الوتکې د پاکستانی طالبانو پخوانی مشر حکيم الله مسعود د شمالي وزيرستان مرکز ميرانشاه سره څېرمه وواژه.

د پاکستان حکومت بيا پر امريکا تور ولګاوه چې ګواکې له طالبانو سره يې د سولې خبرو پيلولو لپاره د دوی هڅې ويجاړې کړې دي.

د دغه هېواد د کورنيو چارو وزير چودري نثار علي خان ويلي وو چې ډرون ګوزار "نه يوازې د يوه کس وژل دي، بلکې د سولې ټولو هلو ځلو مرګ دی".

په اسلام اباد کې د بي بي سي خبريال ريچار ګلپېن وايي مولانا فضل الله داسې برېښي چې کېدی شي د سولې هر ډول هلو ځلو سره مخالف وي.

د پاکستاني طالبانو نوې مشرتابه لپاره کانديدانو کې پر مولانا فضل الله سربېره، شيخ خالد حقاني، خان سيد چې په سجنا هم پېژندل کېږې، د اورکزيو طالبانو مشر حافظ سعيد خان او د مومندو طالبانو مشر عمر خالد خراسانی شامل وو.

په اسلام اباد کې زموږ همکار طاهر خان وايي په داسې حال کې چې پاکستاني چارواکي باور لري مولانا فضل الله په ۲۰۰۹ کال کې په سوات کې له پوځي عملياتو ورسته افغانستان ته تښتېدلی، او په نورستان کې يې د ملکنډ وسله وال بيا منظم کړي، خو افغان چارواکې دا ادعاوې نه مني.

مولانا فضل الله په تېر سپټمبر کې د خيبر پښتونخوا په دير کې په بمې بريد کې د پاکستاني پوځ د تورن جنرال ثنا الله د وژلو پړه پر غاړه اخيستې وه.

دغه اعلان د پاکستاني طالبانو لنډمهالي مشر عصمت الله شاهين په يوه نامعلوم ځای کې د خبري کنفرانس پر مهال کړی دی.

Image caption حکيم الله مسعود د نومبر پر لومړۍ له میرانشاه سره نژدې په يو ډرون بريد کې ووژل شو

د راپورونو له مخې په ميرانشا سيمه کې کله چې دغه خبر خپور شو، د طالب مشر ټاکلو لمانځنه په درنو ډزو شوې ده.

مولانا فضل الله د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹ کلونو ترمنځ په سوات کې د وژنو وحشتناک فعاليت کاوه، د توندلارۍ چارې يې پلې کولې، چې ښونځي يې په کې سوځول او هم يې په عامه ځايونو کې د اعدامولو او په درو وهلو عملونه هم ترسره کول.

بيا د سوات د ولکې ترلاسه کولو لپاره پوځي عمليات ترسره شول.

د بي بي سي پښتو خبريال طاهر خان وايي له هغه راهيسې چې په ۲۰۰۷ کال کې د طالبانو پاکستانی غورځنګ راپيدا شوی، دا لومړی ځل دی چې له مسعود ټبر بهر يې مشر غوره کېږي.

له دغه تازه اعلان مخکې په اسلام اباد کې د بي بي سي خبريال محمد الياس خان ويلي وو، چې مولانا فضل الله له مسعود ټبر نه دی، او که وټاکل شي د مسعود ټبر جنګياليو کنټرولو کې به له ننګونو سره مخامخ وي، چې د پاکستاني طالب جنګياليو ګڼه برخه جوړوي.