د ایران اتومي پروګرام پرسر د ژنیوا خبرو درېیمه ورځ

Image caption د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل لاهم مهمې مسلې دي چې نه دي حل شوې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري او د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د تهران د اتومي پروګرام په اړه پنځه ساعته خبرې اترې وکړې.

نن د شنبې په ورځ به خبرې اترې دریمې ورځې داخلې شي.

له دوی سره به په خبرو کې د روسيې او چین لوړ پوړي ديپلوماتان هم ګډونه وکړي.

د خبرو حساسه مسله د ایران هغه غوښتنه ده چې د انرژۍ د تولید لپاره په محدوده کچه د یورانیمو د چاڼ اجازه ولري خو لویدیځ وېره لري چې ایران د اتومي وسلې د جوړولو په لټه کې دی.

وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل لا هم د ایران د اتومي پروګرام په اړه د خبرو اترو په برخه کې مهمې مسلې پاتې دي چې حل ته اړتیا لري.

ګډ کار

نوموړي په ژینو کې د وروستیو خبرو په لړ کې زیاته کړه په اوسني پړاو کې هوکړه نه ده شوې خو ټول اړخونه به د یوې پایلې د لاسته راوړلو لپاره سخت کار وکړي.

هغه زیاته کړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا به له ایران سره په دې اړه ګډ کار ته دوام ورکړي.

Image caption دا شونې ده چې خبرې اترې زیات وخت ونیسي.

نړیوال ځواکونه له ایران سره د خبرو اترو په اړه خوشبیني ښيي.

د امریکا، جرمني، فرانسې او برتانیې د بهرنیو چارو وزیرانو خپل نور کارونه همدې غونډې ته د ورتګ له امله پرېښودل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل لاهم مهمې مسلې دي چې نه دي حل شوې.

دا ممهه ده چې په دغو مسلو په سمه او هر اړخیزه توګه بحث وشي.

توپیرونه

په دې برخه کې لا هوکړې ته نه یو رسېدلي.

زه به بلې کتنې ته سترګې په لاره یم او هیله من یو چې دا توپيرونه به را کم شي خو باید ټول په دې پوه شي چې د دغو توپيرونو په راکمولو به خبرې کوو.

د ایران دبهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف بیګاه د خبرو اترو په دویمه شپه وویل خبرې اترې په بحراني حالت کې دي:

''اوس موږ د هغه متن چې خپرېږي به، د اصلاح کولو سخت او حساس پړاو ته ننوتي یو. البته دا په دې شرط چې خبرې اترې یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي. دا شونې ده چې خبرې اترې زیات وخت ونیسي''.

Image caption د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي اسراییل په داسې حالت کې نه دي چې په ممکنه تړون نیوکه وکړي.

خو د بحث حساسیت ته په پام سره موږ وینو چې وزیران زیاته لېوالتیا لري او وبه ګورو چې کومو پایلو ته رسېږو.

په ژنيو کې د بي بي سي خبریال وایي که ایران او متحد ایالتونه یوه ګډه ژبه پیدا کړي د باور جوړونې محدود امکان شته دی.

د اسرایلو لومړي وزیر بینیامین نیتانیاهو وویل هر هغه تړون چې ایران ته د محدودو یورانیمو د چاڼ اجازه ورکوي ډېر بد به وي او اسرایل به یې ونه مني.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي اسراییل په داسې حالت کې نه دي چې په ممکنه تړون نیوکه وکړي.

ورته مطالب