د برتانیا شاهي سمندري پوځيان په وژنې تورن دي

Image caption د محاکمې پرمهال څارنوالی ډیویډ پیري محکمې ته وویل چې دغه وژنه "دا په جګړه کې د دوښمن مخامخ وژنه نه ده... بلکې سړي ته پرې سزا ورکول کېدی شي".

د برتانیا شاهي سمندري ځواکونو یو پوځي د یوه افغان ټپي شوي اورپکي په وژلو تورن شوی، چې څارنوالۍ تورن سرتېري ته د "سزا" غوښتنه کړې ده.

په دې قضیه کې دوه نور برتانوي پوځيان سپین خېژول شوي.

سرتېری یوازې د سمندري ځواک د الف ډلې پوځي ښوول شوی، چې په ۲۰۱۱ کال په هلمند ولایت کې د ګزمې پرمهال د یوه نامعلوم ټپي شوي اورپکي په وژلو تورن شوی دی.

جنرال جولیان ټامپسن چې د فولکلېنډ جګړې پرمهال یې د ۳ کنډک مشري کوله، ټایمز ورځپاڼې ته ویلي ویلي، شاید د عمري بند پرځای تورن پوځي ته پنځه کاله بند سزا ښه وګڼله شي.

داسې رپوټونه هم وو، چې ګني تورن شاید په عمري بند محکوم شي.

د تورن بله محکمه د راتلونکي دسمبر پر شپږمه کېږي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ټامپسن ویلي "ټول پوهېږي چې په هلمند ولایت کې د شاهي سمندري ځواکونو له خوا دا یو غلط کار شوی دی".

خو نوموړی زیاتوي چې "زه د هغه سړي په اړه خپه یم، چې دا کار یې کړی دی، دا یو ډې کم عقلانه کار دی".

نوموړي رسنیو ته ویلي "کله چې دوښمن پر سړي راتاو شي، دا یو زښت زیات خطرناک حالت دی".

دا لومړی ځل دی، چې د برتانیا پوځ یو غړی د افغانستان جګړه کې د وژنې په تور محاکمه کېږي.

پر دغه سرتېري د تېرې جمعې په ورځ له تور لګېدو وروسته، د شاهي سمندري ځواکونو یوه قومندان بېل ډنهام وویل "رښتیا هم دا وژنه زړه بوږنوونکې او ناوړه ناقانونه کړنه وه".

دغه پېښه وروسته تر هغه محکمې او څارنوالۍ ته ورسېده، چې د برتانیا شاهي سمندري ځواکونو د ب کنډک یوه سرتېري دغه پېښه د پوځي خولۍ پر سر کامرې په مټ ثبت کړې وه او فلم يې راویوست.

دغه فلم د ۲۰۱۱ سپتمبر پر ۱۵ اخیستل شوی و، چې د دوو اونیو محکمې پرمهال محکمه کې هم وښوول شو.

فلم کې د سمندري الف ځواک سرتېری یو افغان ټپي شوي بندي اورپکی د تومانچې په نهو ډزو ولي او وايي چې: "دلته بشري حقونه نشته.. اوس پر موږ هېڅ نه شې کولی...ما د ژنیوا کنوانسیون مات کړ... ".

د محاکمې پرمهال څارنوالی ډیویډ پیري محکمې ته وویل چې دغه وژنه "دا په جګړه کې د دوښمن مخامخ وژنه نه ده... بلکې سړي ته پرې سزا ورکول کېدی شي".

درې واړه تورن سمندري پوځيان د برتانیا شاهي پوځي پولیسو له خوا د ۲۰۱۲ اکتوبر کې وروسته تر هغه نیول شوي، چې د وژنې وېډيو يې د برتایا د یوه ملکي پولیسو له خوا د یوه پوځي په لپ ټاپ کې وموندل شوه.

ورته مطالب