د سعودي ۶۴ میلیاردر ۲۰۴ میلیارد ډالر شتمني لري

Image caption د تېر کال په پرتله سږ کال د نړۍ د میلیاردرو شمېر له ۲۱۶۰ څخه ۲۱۷۰ ته پورته شوی، چې ټول ټال ۶.۵۲ تریلیون ډالر شتمني يې ډېره شوې ده.

په یوه تازه راپور کې د منځني ختيځ د میلیاردرو لست خپور شوی، چې پکې ویل شوي، په ټول ټال منځني ختيځ کې د ۲۰۱۳ کال اوږدو کې ۱۵۷ میلیاردر ثبت شوي، چې شتمني يې ۳۵۴ میلیارد ډالر اټکل شوې ه.

دغه راپور، چې د "یو بي ایس" بانک په همکارۍ د "وېلت اکس" بنسټ چمتو کړی، ویل شوي، چې سعودي عربستان د میلیاردرو له اړخه لومړی هېواد دی، چې بیا متحده عربي امارات راځي، چې هلته ۳۷ میلیاردر نژدې ۴۵ میلیارد شتمني لري، په درېیم کتار کې کویت دی، چې ۱۷ میلیاردر یې ۳۴ میلیارد شتمنۍ لري، خو د قطر د ۹ میلیاردرو شتمني ۲۰ میلیارده ډالر ښوول شوې ده.

دا راپور د کویت "الوطن" ورځپاڼې چاپ کړی، چې وايي په منځني ختيځ کې د میلیاردرو د شتمنیو د ډېرېدو لامل د ونډو د بازارونو او خامو موادو له برکته دی.

د منځني ختيځ میلیاردر د نورې نړۍ د میلیاردرو په پرتله تر ډېره خپلې شتمنۍ پر ودانیزو چار او ځانګړو الوتکو جوړولو لګوي.

د تېر کال په پرتله سږ کال د نړۍ د میلیاردرو شمېر له ۲۱۶۰ څخه ۲۱۷۰ ته پورته شوی، چې ټول ټال ۶.۵۲ تریلیون ډالر شتمني يې ډېره شوې ده.

د میلیاردرو د شمېر د ډېروالي له اړخه لومړی اروپا په سر کې راځي، چې د ټول ټال ۷۶۶ میلیاردرو شتمني يې ۲.۱۲ تریلیون ډالر اټکل شوې، په دویم کتار کې شمالي امریکا ده، چې ۵۵۲ میلیاردر یې ۲.۱۶ تریلیون ډالر شتمني لري.

خو اسیا په درېیم کتار کې راځي.

د "وېلت انسایټ" مؤسسې له خوا خپاره شوي راپور ویلي، په داسې حال کې چې د نړۍ ډېر بې وزله وګړي له لوږې مري، خو میلیارد بیا د خپلو شتمنیو ساتلو پکو کړي دي.

راپور وایي، په عربي نړۍ کې هغه کسان چې ۳.۶۷ میلیون درهم لري، تېر کال يې شمېر ۴۸۳۰۰ ته رسېدلی و.