د ایران خبرې ښايي نوي پړاو ته واوړي

Image caption ايران د پلوتونيوم پر توليدونکې بټۍ د کار د ځنډولو او د پخو شويو يورانيمو د زيرمه تونونو د کمولو له غوښتنې سره مقاومت کوي

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير لوران فابيوس چې جينوا کې د ايران پر اټومي پروگرام خبرو کې د خپل هېواد استازيتوب کوي وايي مرکچيان په دې برخه کې سره ويشلي پاتې دي.

ښاغلي فابيوس وويل ايران د پلوتونيوم پر توليدونکې بټۍ د کار د ځنډولو او د پخو شويو يورانيمو د زيرمه تونونو د کمولو له غوښتنې سره مقاومت کوي.

په همدې حال کې بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليم هيگ وويل د امريکا د بهرنيو چارو د وزير جان کېري او د ايران د بهرنيو چارو له وزير جواد ظريف سره تر پرونيو پنځه ساعته خبرو وروسته په دې برخه کې پرمختگ رامنځ ته شوى دى.

جينوا کې د درېمې ورځې لپاره په دې اړه خبرې روانې دي او که يوه موافقه رامنځ ته نه شي نو ښکيلې غاړې به خپل گډ کار ته دوام ورکړي چې راتلونکو اونيو کې دغه ډول يوې هوکړې ته سره ورسېږي.

دا په تېرو څو کلنو کې د ايران د ناندرييز اټومي پروگرام په تړاو تر ټولو جدي خبرې اترې دي.

د جينيوا په انټرکانټېننټال مېلمستون کې د ايران د بهرنيو چارو وزير او د نړۍ د پياوړو هېوادونو استازي بېلابېلو کنفرانس خونو ته راشه درشه کوي

لوېديځوال مرکچيان دا نه په ډاگه کوي چې دوى ايران ته د څه راز امتياز وړانديز کوي، خو د فرانسې د بهرنيو چارو وزير لاورنت فابيوس د خبر اترو د څرنگوالي په اړه له احتياطه ډگ غبرگون وښود.

"ځينې پرمختگونه شوي دي او يوه لومړنۍ طرح يا خاکه هم جوړه شوه خو موږ ته د منلو نه ده. دا ځکه چې په هغې کې ځينې پوښتنې دي نو موږ ته د قناعت وړ نه ده. موږ پر دغو موضوع گانو د خبرو اترو هڅه کوي. اوسمهال چې زه خبرې کوم لږ پرمختگ شوى، دا لا شونې نه ده چې په يقيني توگه ووايم، چې د ورځې تر پايه پورې به يوې پايلې ته ورسيږو. خو دا به وليدل شي چې د ورځې په اوږدو کې چارې څنگه پرمخ ځي."

وړاندې د برتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليم هېگ ويلي و چې که کومه پايله ترلاسه نه شوه نو ښکېل اړخونه به زيار وباسي چې په راتلونکو اوونيو کې يوۀ جوړ جاړي ته ورسېږي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري له خپل ايراني سيال جواد ظريف سره پنځه ساعته مخامخ خبرې اترې وکړې، د دغو خبرو موخه د باور رامنځ ته کولو لپاره د يولړ تدابيرو جوړول و چې پر بنسټ يې د ايران اټومي پروگرام د ماهيت په تړاو شته ستونزه حل شي.

بل لوري ته د ايران د اټومي پروگرام پر سر د ولاړې شوې لانجې د هواروولو په لړ کې روانو سختو هلو ځلو د اسراييلو غوسه را پارولې.

اسراييلو پر لوېديځ تور پورې کړى چې ايران ته د پيړۍ تر ټولو لوى امتياز ورکوي.

خو سپينه ماڼۍ وايي ولسمشر اوباما د امريکا پر ټينگې ژمنتيا ټينگار کړى چې ايران به د اټومي وسلو جوړولو ته نه پرېږدي.

ورته مطالب