له اسرائيلو ۹۰ لرغونې ټوټې مصر ته ستنې شوې

Image caption دغه مصري لرغوني اثار د لیلام یوې ادارې ترګوتو کړي دي.

د مصر د لرغونو اثار وزارت وايي، چې له اسرائيلو يې هغه ۹۰ لرغوني اثار ستانه کړي، چې په قدس ښار کې خرڅلاو ته وړاندې شوي وو.

مصري وزیر محمد ابراهیم وویل، دغه لرغوني اثار د قدس ښار په عویضه خرڅلاو ځای کې اېښودل شوي وو.

دی وايي، کله چې دغه اثار خرڅلاو ته وړاندې شول، د مصر د بهرنیو چارو وزارت سم لاسي له اسرائيلي چارواکو سره اړیکه ونیوه، چې لرغوني اثار ضایع نه شي او د خرڅلاو مخه يې ونیوله شي.

دغه مصري لرغوني اثار د لیلام یوې ادارې ترګوتو کړي دي.

د مصر الاهرام ورځپاڼې ته محمد ابراهیم ویلي، اسرائيلو ناقانونه خرڅلاو ته د دغو توکو د خرڅېدو مخه ونیوه.

اسرائیل اوس له دغې ادارې سره په خبرو بوخت دي، چې دغه لرغوني مصري اثار يې له کومه کړي دي.

خو مخکې له دې چې مصر د خپلو لرغونو اثارو د ستنولو ګام واخلي، په اسرائيلي خرڅلاو ځای کې له ټول ټال ۱۱۰ لرغونو مصري اثارو یې ۲۰ ټوټې خرڅ شوي دي.

د مصر د اثارو وزارت وايي، د خرڅو شویو اثارو د موندلو لپاره يې له اسرائيلي چارواکو د جدي همکارۍ غوښتنه کړې ده.

بل خوا، د ستنول شویو اثارو د ادارې مشر علي احمد ویلي، د اسراییلو ځینو نورو سیمو کې هم لوټ شوي مصري لرغوني اثار خرڅلاو ته وړاندې شوي.

اسراییلو هم ژمنه کړې، چې په دې برخه کې به ورسره پوره همکاري وکړي.

ورته مطالب